The news is by your side.

د نړۍ يو زوړ سوی 

0

ډېر خلک په خپلو کورنو کې اهلي حیوانات لکه پیشو، سپی او داسې نور ساتي، خو راځئ نن مو د نړۍ له ډېر عمر لروونکي سوی سره اشنا کړو.
یوې امریکایي مېرمنې چې په خپل کور کې یې سوی ساتلی په نړۍ کې يې د تر ټولو زیات عمر لرونکي سوی مقام خپل کړ.
د لېزرینچ په نوم یوې امریکايي مېرمنې په ۲۰۰۴ مېلادي کال کې د مایک په نوم یو سوی د حیواناتو له له ساتنځي کور ته یووړ، ځکه هغې له دې سوی سره ډېره مینه لرله.
لیزرینچ په پیل کې هېڅ پام نه‌ و چې یوه ورځ به يې د خپل مایک له کبله په نړۍ خلک پېژني او سوی به يې د ډېر عمر لرونکی لقب خپلوي.
د لېزرینچ دا سوی ځکه د نړۍ تر ټولو اوږد عمر لرونکی هغه بلل کېږي چې په نړۍ کې د سوی اوسط عمر له یو تر دوه کلونو پورې اټکل شوی دی.

 

سرخط ورځپاڼه

(Visited 38 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.