The news is by your side.

د ښځو د مئینیدلو اته (۸) نښې

0

که چیرې غواړئ، په ډيرې اسانۍ پوه شئ، چې آیا کومه ښځه په تاسو باندې میینه شوې او که نه، نو دا لیکنه په غور سره ولولئ. البته باید وویل شي، چې ددې لیکنې څخه هدف د ښځو ارواپوهنه ده او دا ټول د ارواپوهانو نظریات دي. د ښځو د میینیدو اته (۸) نښې په لاندې ډول دي.

۱. تل له تاسو سره همغږې وي: د یوې میینې ښځې له نښو څخه یو دا ده، چې په ناڅاپي توګه له تاسو سره مخامخ کیږي، یا هم په میلمستیا کې ستاسو شاوخوا ته ګرځي، هغه څه چې هغه ترسره کوي، هڅه یې ستاسو پام را اړول وي، تر څو لومړی ګام تاسو پورته کړئ، یعنې د مینې اظهار تاسو ورته وکړئ.

که چیرې کومه ښځه په پرله پسې توګه تاسو سره مخامخ کیده، نو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې هغه قصداً دا کار کوي.

۲. ځانګړي حرکتونه ترسره کوي: کله چې تاسو سره مخامخ کیږي، نو ځينې عجیب حرکتونه ترسره کوي لکه:

کله چې تاسو ورته وګورئ، نو تاسو ته په یو جدا انداز او خوږې مسکا سره ځواب درکوي.

ستاسو د حرکتونو تقلید کوي د مثال په توګه، که چیرې تاسو په خپل مخ باندې لاس وهئ، نو هغه هم ورته کار ترسره کوي.
د خبرو کولو پر مهال ستاسو په لور کږیدل.
په خپلو ګاڼو او چشمو باندې لاس وهل او د خبرو اترو پر مهال له تاسو څخه سترګې نه اړول.

که چیرې مو په مقابل شخص کې دا ډول کړنې ولیدې نو پوه شئ، چې هغې د یوې ښې اړیکې لپاره، چې ښایي پایله یې واده کول شي، شین څراغ درښودلی دی.

۳. ستاسو لپاره هر وخت ازګاره ده: که چیرې کومه ښځه له تاسو سره د واده کولو هیله او مینه ولري، هیڅکله نه درته وايي، چې کار لرم، ځان تل ستاسو لپاره ازګار او چمتو ښیي.
تاسو به هیڅکله له یوې میینې او لیوالې ښځې څخه دا ډول جملې وانه ورئ. د مثال په توګه، بیا به وګورم چې وخت لرم او که نه، اوس نه شم کولای، یا نه پوهیږم، چې وبه کولای شم او که نه.

۴. هغه ستاسو په اړه ځیرکه او پلټونکې ده: کومه ښځه چې تاسو سره مینه لري، نو خوښوي تر څو ستاسو په هر څه پوه شي. هغه ستاسو د کورنۍ، شخصیت، موسیقي، فلم او نور بیلابیلو مسایلو په اړه پوښتنه کوي. د هغې هدف دا وي، چې ستاسو لیوالتیا وپیژني، تر څو وکولای شي له تاسو سره ګډې لیوالتیاوې پیدا کړي او اړیکه نوره هم مخته بوځي.

۵. ستاسو مالي وضعیت سنجوي: که چیرې یوه ښځه تاسو سره د واده لیوالتیا ولري، نو هغه خوښوي تر څو د راتلونکي خاوند په مالي وضعیت پوهه شي. نو هغه به دا ډول پوښتنې له تاسو کوي: څه دنده لرې، چیرته ژوند کوې، څخه ډول موټر لرې، دا هر څه د مینې او لیوالتیا نښه وي.

۶. د راتلونکي په اړه خبرې کوي: هغه ښځه چې له تاسو سره مینه او د واده لیوالتیا لري، تل به هڅه کوي، چې له انټرنیټ، کاري ځای، زده کړو ځای او نور لارو څخه تاسو سره ملګرتیا جوړه کړي او د راتلونکي په اړه به له تاسو وخت ناوخت ځينې پوښتنې کوي د مثال په توګه، دا چې تاسو څه ډول ژوند غواړئ، څه ډول میرمن غواړئ، څو اولادونه مو خوښیږي او هم دې ته ورته مسایل چې راتلونکي پورې اړه لري.

۷. بې تابي او نا کراري کوي: که چیرې کومه ښځه واقعین هم تاسو سره مینه او لیوالتیا ولري، نو لکه د یوې پیشو په څیر به ستاسو مقابل کې نا کراره او وارخطا وي. که چیرې هغه د نورو خلکو په وړاندې هم ورخطا کیږي، نو بیا پوه شئ، چې هغه طبیعي یو شرمیندونکې ښځه ده. خو که چیرې یوازې ستاسو په وړاندې نا کراري کوي، ښایي له تاسو سره د واده کولو په فکر کې وي.

۸. له نورو ښځو سره کینه کوي: په تاسو میینه ښځه نه پریږدي، چې له نورو ښځو سره خبرې وکړئ، او که چیرې مو له یوې ښځې سره به خبرو وویني، نو غوسه به یې ورایه په مخ کې ووینئ.

(Visited 98 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.