The news is by your side.

سید عبیدالله نادر/ یوه خاطره 

0

د یوی ډلي سیاستمدارانو موټرونه  چي خورا زیات قیمتی وو ، او د سیاستمدارانو خاصه ده چي د خپل د امنیت په خاطر په ډیره بیړه د محل څخه تیریږي نو څو موټره د یوه څلورلارې څخه د تیریدو په حال کې وو . دا چي په ډیره چټکتیا تیریدل نو پر سړک یي دوړي او خاورې و شیندلی، د سړک دوړي او خاوری د لارویانو سترګو ته ولویدی . او ټولو خپلي سترګي وموږلۍ .نو یو دوست می چي په خوا کې وو .د ټوکي په انداز کې یي ووييل : چي سیاستمداران څرنګه چي د سیاست په ډګر کې د خلکو په سترګو خاورې شیندی، داسي اوس یي په سړک کې هم زمونږ په سترګو دوړي او خاورې و شیندلي ، او دا د نن ورځي د سیاست یو اړخ دی

(Visited 76 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.