The news is by your side.

غچ اخيستوونکي ایموجي

0

د امریکا په جنوبي کلېفورنیا ساحلي سیمې مین هټن بیچ اوسېدونکې مېرمن کیتهراین ګډ څو میاشتې وړاندې خپل کور یوازې د څلورو ورځو لپاره په کرایه ورکړی و.
د دې سیمې اوسېدونکيو ښاروالې ته له کیتهرین شکایت وکړ، ځکه د دې سیمې قانون داسې دی چې څوک د لنډې مودې لپاره خپل کور چاته په کرایه نه‌شې ورکولای، خو کیتهراین ته د دې سیمې د قانون په اړه مالومات نه‌وو.
د دې سیمې ښاروالې شورا کیتهراین څلور زره ډالره جريمه کړه، هغې هم ناغه ورکړه او تر بښنې وروسته یې ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به خپل کور د لنډې مودې لپاره په کرایه نه ورکوي.
خو کیسه همدلته پای ته و نه رسېدله بلکې لا وغځېدله، ځکه د کیتهراین ګاونډیانو یو ځل بیا ښاروالې ته له هغې شکایت کړی دی، خو دا ځل د شکایت کیسه لږ بل ډول ده.
دا ځل یې ګانډیانو ویلي چې کیتهراین له خپلو ګاونډیانو د غج اخيستلو لپاره د خپل کور ټول بهرني دېوالونه ګلابي رنګ کړي او دوه ستر ایموجي یې پرې رسم کړي چې یو یې غوسه ښکاري، پر خوله یې بند ځنځیر دی چې د خبرو بندېدو پیغام رسوي او بل ایموجي یې په زېړ رنګ داسې رسم کړی چې سره ژبه یې بهر را ایستلې او داسې پیغام لېږي لکه پر چا چې ملنډې وهې.
د کیتهراین ګاونډیان وايي، هر کله چې د هغې کور خواته ګوري په زیړ رنګ رسم شوي ایموجي ورته داسې ښکاري لکه ملنډې چې پرې وهي او یوې مېرمنې خو دا ایموجي اذیت کوونکي هم بللي دي.
خو کیتهراین وايي، د کور دېوالونه یې ځکه د نورو برعکس په ګلابي رنګ کړي او پر دېوالونو ایموجي یې د دې لپاره رسم کړي چې دې سمندر غاړې ته د سیلانیانو ورتګ لپاره لږ ښایسته منظره جوړه کړي.
که څه هم تر دې مهاله د کیتهراین له دې کار ګاونډیان د ښاروالې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم شکایت کوي، خو د ښاروالې شورا ویلي چې د کور رنګول د کور د څښتن خپله خوښ ده چې څه ډول یې رنګوي او څه ډول رسامي پرې کاږي، خو دا ایموجي یې اوس ګاونډیان غچ اخيستوونکي بولي.

(Visited 100 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.