The news is by your side.

مجرمانو ته لوی سرخوږی

0

چینايي پولیسو د ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکې په مرسته داسې یو مجرم نیولی چې له تېرو اووه لسو کلونو را په دې خوا یې په لټه کې وو.
د سونګ جیانګ په نوم یو مجرم چې په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د سچوان ایالت له یوه کمپه تښتېدلی و، خو ۱۷ کاله وروسته په یوه ځنګل کې د ډرون په مرسته پیدا شو.
دا ۶۳ کلن مجرم د یوه ځنګل په څنډه کې په یوه غار کې ژوند کاوه چې څه موده وړاندې یې په اړه پولیسو ته خبر هم ورکړل شوی و، خو پولیسو د ورتګ زړه نه ښه کاوه، ځکه دا سیمه نسبتاً خطرناکه ده او د همدې لپاره ورپسې بې‌پیلوټه الوتکه استولې وه.
دا مجرم له مېرمنو سره د ناوړه چلند، تاوتریخوالي او د ماشومانو د چاقاق په قضیه کې پړ بلل شوی، خو هغه پر خپل جرم تر پایه اعتراف و نه کړ.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.