The news is by your side.

مينه‌ناک روبوټ

0

مخکې مو د روبوټانو بېلابېلو دندو او ځیرکو کارونو په اړه درته ډېر مالومات درکړل، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې مینه در زده ‌کوي.
جاپانۍ ګروو ايکس کمپنۍ د لووټ په نوم داسې یو ځیرک روبوټ جوړ کړی چې د انسانانو په څېر سترګې لري او داسې جامې یې هم ور ته پر تن کړي چې د ژوندي بدن په څېر احساس ورکوي.
که تاسې غواړئ مینه او شفقت لوړ کړئ، د لووټ په نوم دا ځیرک روبوټ له تاسې سره خورا مرسته کولای شي او دا کمپنۍ وايي، دومره ځیرک دی چې په کمه موده کې پایله ورکوي.
د کمپنۍ په باور، دا روبوټ د ورځې پر مهال څو ځله له خپل څښتنه غوښتنه کوي چې په غېږ کې یې ونیسي او ناز ورته ورکړي چې اوس‌ مهال یې بیه ۵۵۰۰ ډالره ده.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.