The news is by your side.

هالينډيان له مچيو سره هم مينه لري

0

زموږ په هېواد کې شاوخوا څلور لسیزې جګړې نه یوازې د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېزه کړې ده، بلکې د ځنګل، اوبو او هوا پر حیواناتو یې هم نېغ په نېغه تاثیر اچولی دی.
که مو په کابل ښار کې پام شوی وي د موټرو تم‌ځایونه لا جوړ نه‌ دي، خو ښاریانو پرې بېلابېل شعارونه لیکلي او ځینو میینانو خو پرې د مینې څرګندولو په خاطر په سور رنګ زړونه هم رسم کړي دي.
خو په هالينډ کې ښاروالې د شاتو مچیو د نسل زیاتوالي، ښې پاملرنې او د شاتو حاصلولو په موخه د بس تم‌ځای پر چتونو زېړ ګلان کرلي، خو څوک ورته مزاحمت نه‌ کوي.
د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا کار لومړی د هالينډ په مشهور ښار اترخت کې شوی چې تر دې مهاله په ۳۱۶ بس تم‌ځایونو کې زېړ رنګ ګلان کرل شوي او د شاتو مچۍ پکې خوندي ساتل کېږي.
هالينډ دا کار ځکه کړی چې په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د شاتو مچیو کموالی راغلی و او ښاروالې د دې ګواښ د مخینوي لپاره ورته د بس تم‌ځایونو پر چتونو ګلان وکرل.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.