The news is by your side.

که وزې وې، د اطفايې کار کمېږي

0

څه وخت مخکې د امریکا سان فرانسیسکو او کلېفورنیا ځنګلورنو اور واخيست او اور د ښار ځینو لمنو ته هم نږدې شو چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خبرونو سر ټکي ترې جوړ شول.
لوېدیځې رسنۍ وايي، اوس د اطفايي کارکوونکیو پرېکړه کړې چې د اور په مخنیوي کې له حیواناتو په تېره له وزو ګټه واخلي.
د اطفايي کارکوونکي په دې اند دي چې په ځنګلونو کې اور تر ډېره د خځلو او وچو بوټو له کبله را منځ‌ ته کېږي؛ نو دوی وايي، وزې چې تر ډېره د وچو بوټو څانګې خوري د دې لامل کېږي چې په ځنګل کې د اور خطر را کم کړي.
د وینچیرا کاونټي په نوم د اور وژنې ادارې پرېکړه کړې چې د لاس انجلس په ځنګلونو کې د وزو رمې ور خوشې کړي، څو هغه وچ بوټي وخوري چې د انساني تېروتنو له کبله ترې په ځنګل کې اور بلېږي.
د اور وژنې یو کارکوونکی کین وین وګ وايي، دوی دا وزې د ځنګل په یوه برخه کې د څرولو لپاره پرې اېښې دي چې کله یې چې دا سیمه له وچو ګیاوو خلاصه کړه، بلې سیمې ته به یې انتقال کړي، ځکه په دې سره د اور خطر کمېږي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.