The news is by your side.

یو بام او څو ډوله امونه 

0

زموږ په ټولنه دا متل ډېر مشور دی چې یو بام او څو هوايي، خو په هندوستان کې یو کس همداسې بام لري چې د امونو بڼ یې پرې جوړ کړی او د ام بېلابېل ډولونه مېوه ترې حاصلوي.
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، د هندوستان د کیراله ښار د کوچي سیمې اوسېدونکي جوزف د خپل کور پر بام د امونو کوچنی بڼ جوړ کړی چې پرې څلوېښت ډوله ونې یې پرې ایښي چې له هرې ونې له ۶۰۰ سوو نیولې ۴ زرو پورې ګټه ترې اخلي.
جوزف څلور فوټه لوړې ونې په ۲۰۰ لېټره پلاستیکي ډبیو کې کېنولې او د دې بریالۍ تجربې مالومات یې پر یوټیوب هم شریک کړي، څو نور خلک ترې هم ګټه واخلي.
جوزف د یوې ام ونې ته د خپلې مېرمنې «پټریکیا» نوم ورکړی دی او دلیل یې داسې راوړې چې د دې ونې مېوه تر نورو ډېره خوږه ده او له ۶ سوو تر ۴ زرو پورې ګټه ورته هم کوي.

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.