The news is by your side.

 ۴۶ زرین ټکي ګټور دي؛ ویې لولئ

شکرالله مخلص

0
۱. په کال کې لږ تر لږه یو ځل د لمر راختل ګوره.
۲.      د سبا ورځې لپاره دې له شپې پلان جوړوه.
۳.  “مننه کوم” کلمه زیاته کاروه.
۴.       په دې پوه شه چې په کوم وخت کې باید “چوپتیا” غوره کړې.
۵.       احمقانه سلوک مه کوه.
۶.       هره وړه بریا دې لمانځه.
۷.       په ښار/ بازار کې له لاس پلورونکو څیزونه پیره.
۸.       تل د زده کړې په حال کې اوسه.
۹.       په هغه څه چې پوهیږې، نورو ته یې هم ورزده کړه.
۱۰.     د زوکړې پر ورځ دې هر کال یو نیالګی کښینوه.
۱۱.     نوي ملګري ومومه، خو پخواني ملګري له یاده مه باسه.
۱۲.     له بیلابیلو ځایونو څخه د لیدنې پرمهال انځورونه اخله.
۱۳.     راز ساتونکی اوسه.
۱۴.     له خوشالیو څخه د خوند اخیستو فرصت بل وخت ته مه ځنډوه.
۱۵.     پر نورو ډاډه مه اوسه.
۱۶.     د خپل غذايي رژیم په اړه هیڅکله چا ته مه وایه.
۱۷.     خپلې تیروتنې منه.
۱۸.     په دې پوه شه هر هغه څه چې اورې، ټول یې رښتیا نه دي.
۱۹.     که کوم وخت اولادونو ته دې په غصه شوې، نو لږ څه وروسته بیرته یې په غیږ کې ونیسه او پخلا یې کړه.
۲۰.     تل پیاوړی اوسه، ترڅو ستا په نشتون کې هم خلک ستا د شتون احساس وکړي.
۲۱.     د واده کلیزه دې هیڅکله مه هیروه.
۲۲.     غوږ وهنې خبرې مکوه.
۲۳.     هغه کتابونه دې نورو ته امانت ورکوه، چې که بیرته یې در هم نکړل، نو درته اړین نه اوسي.
۲۴.     اولادونو ته دې وایه: “تاسې تر هرچا راته غوره یاستئ.”
۲۵.     سهار وختي پاسیږه.
۲۶.     هڅه وکړه چې تل هوښیار او ځیرک واوسې.
۲۷.     لاسي ساعت دې تل پنځه دقیقې مخته ساته.
۲۸.     هغوی چې هیله مند دي، نهیلي کوه یې مه، ښايي همدا یې یوازیني دارو وي.
۲۹.     کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، نو پریږده چې هغوی لوبه وګټي او بریالي شي.
۳۰.     وخت پیژندونکی اوسه.
۳۱.     د ناشایسته خلکو له ناستې پاستې ډډه وکړه.
۳۲.     اولاد ته د پیسو په ورکړه کې خسیس مه اوسه.
۳۳.     په خپل سیال هیڅکله باور مکوه.
۳۴.     مهربان او خواخوږی اوسه.
۳۵.     د غصې پر وخت هیڅ کار مه ترسره کوه.
۳۶.     ترڅو چې یوه بله مناسبه او ښه دنده دې نه وي موندلې، اوسنۍ دنده دې مه پریږده.
۳۷.     میرمنې ته دې ارزښت ورکړه او د ژوند ښه ملګری یې اوسه.
۳۸.     هڅه وکړه چې د ځمکې پر مخ ترټولو ارزښتمن او با احساسه انسان واوسې.
۳۹.     له خلکو سره عقده‌يي چلند مه کوه او په زړه کې کینې ته ځای مه ورکوه.
۴۰.     د ځمکې پر مخ هر ژوندي موجود ته ارزښت ورکوه.
۴۱.     خپله ماتې منه.
۴۲.     کله چې بریالی شې، ” فخر فروشي”  مه کوه.
۴۳.     په بې ارزښته مسائلو کې ځان مه ښکیلوه.
۴۴.     هیڅکله چا ته مه وایه: ” ستړی، افسرده، ډنګر او یا چاغ ښکارې.”
۴۵.     په خپله ژمنه تل ولاړ اوسه.
۴۶.     په دې تمه مه اوسه، چې ګوندې پیسې به تا نیکمرغه کړي او یا خوشالي به در په برخه کړي.
(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.