د کابل ، کندهار او هلمند په پرونيو پېښو سخت خواشينی يم. د خپلو هيوالو سره د غمشريکۍ، تسکين او تسليت لپاره، د ښاغلي عبدلغفور لېوال دغه ليکنه يو ځل بيا له ټولو سره شريکوم.

غندنې، د خواشینیو تمثیلونه، ځګیروي، آه و نالې، له زړونو وینې څڅول او … هېڅ ځای نه نیسي. د هېڅ شهید د کورنۍ ماتم به راکم نه کړي او د هېڅ ټپي د دردونو او څړېکو مرهم به نه شي.
څو ورځې وروسته به دا هرڅه هېر شي او فیسبوک به بیا له یادګاري عکسونو، رنګینو دسترخوانونو او ټوکوټکالو ډک وي…
که ریښتیا خواشیني یاست او ریښتیا مو عاطفه زخمي شوې وي، سره یو شئ، فکر وکړئ، عقل نه کار واخلئ، که پراته یاست راکینئ، که ناست یاست راوخوځيږئ ! هوډ وکړئ، چې همدا سبا څه کوئ؟
له چا سره یوځای کېږئ؟ څنګه له یوه څخه لس، له لسو څخه سل او بیا لس میلیونه سره خوځیږئ او همدا ستاسو په کلیو او بانډو کې ناست ترهګر له ریښو راایستلای شئ؟ د څه کولو لپاره له فیسبوکه راووځئ او په حقیقي نړۍ کې لاسونه سره یو کړئ!
د ترهګرۍ بستر همدا ستاسو په زړونو او ذهنونو کې دی، دا بستر ویجاړ کړئ ! او که نه نور مو ساندې او ځګیروي د حلال شوي پسه د پرې کړې مرۍ هغه وروستي خررر خررر ته ورته دي، چې سیل ته یې ولاړ قصاب باور لري، په څو شېبو که به پای ته ورسیږي او د نندارچیانو پوزې به مو د غوښو د کباب په بوی ونازول شي.