The news is by your side.

تر اسمان لاندې غبار

عبدالوهاب مومند

0

د رڼې چینې ښکلا هله را برسېره کېدای شي چې د لمر وړانګې پرې خورې وي او وړانګې لامل ګرځي چې د  رڼو اوبو په تل کې څپې انعکاس وموندي، د څپو اوښتون سره د بېخ شنې شګې او کوچني کبانو ننداره وکړو، خو ناڅاپه د غرونو له سره د غبارو خړ او توپاني ورېځې د لمر وړانګو ته پناه ورکړي او د رڼې چینې له پاسه د سیوري چتر خپور شي. اوس تم کېږو چې د زمان پر قضاوت سره تر اسمان لاندې غبار او د ورېځو لړې د بادونو پر مرسته بل لوري ته بدرګه شي چې د لمر وړانګې بیا پر رڼې چینې باندې خورې شي او د غبار لاندې د چینې ښکلاګانې، شنې شګې او د رنګارنګ کبانو ننداره وکړو، د بهانده چینې هغه شرا شور، موسیقي او اهنګ په مینه واورو چې د رنګارنګ مرغانو له سندرو سره یو ځانګړی کمپوز جوړوي. دا چې تر غبار لاندې چینې د ابدیت نوم څنګه خپل کړ نو رحماني صیب د خپل نظم په یوه بند کې داسې اقرار کوي:

ژونده! نوم درته د ژوند اخیـستی نه شم

ژونده! اوس خو د ترخــو زهرو پیاله یې

زه د میـــــنې او نفرت تنـــدې وهــلی

ته صحــرا کې تر غبـار لانــدې چینه یې

نامتو فیلسوف او تیوریسن (ارسطو) د شعر تعریف داسې کوي: هره مخیله او موثره وینا شعر دی.

دلته زه نه غواړم چې د شعر پر اوصافو او ځانګړنو باندې بحث وکړم، یوازې ددې یادوونه غواړم چې شعر د دروني او بیروني احساس نه رامنځته کېږي او لکه د هېندارې په څېر د ټولنې هر وګړی خپل ځان پکې کتلی شي. انسان د ژوند په ټولنیز ماحول کې له داسې نوو او ناڅاپي پېښو سره مخامخ کېږي چې د تکرار پر مهال د همداسې شېبو او انګیزو ثبتولو او خوندي کول ارزي، چې کله کله باید د شعر جامې واغوندي، ابدي شي او د شاعر لپاره سکون ترڅنګ د یوې ټولنیزې هېندارې مقام هم خپل کړي. رحماني صیب هم وايي:

تر غبار لاندې چینه زما د همداسې یوې اوږدې الهامي او شاعرانه تجربې او ذاتي هڅې را پاتې میراث دی، دا شعرونه د تېرو څو کلونو د ژوند پېښو او بېلابېلو شېبو څخه خوندي شوي تصویرونه دي چې درد، مینې، محرومیت، خوښۍ او خوبونو باندې خپل وزرونه غوړولي دي، له نورو ټولنیزو دردونو ور ها خوا زما د خپلې مور د مرګ لوی ویر هم په کې را ګډ دی.

نو زه اوس غواړم چې د رحماني صیب په شعرونو کې همدا د درد، مینې، محرومیت، خوښۍ، اغېز، عدم تشدد فلسفه او د ټولنې روان ناورین انځور توکي را وڅپړلم. وګورو چې څومره د خیال وزرو پکې اوچت الوت کړی، د غرونو تر کومې څوکې د الوت مزل یې رسي او د چینې لاندې یې څومره قیمتي کاڼي خوندي کړې دي.

۱ـ محرومیت: د هیلو او ارمانونو هغه محروم شوې ماڼۍ ده چې د تصور پر ځواک جوړه شوې وي او هغه ته د رسېدو تمه کېږي خو ناخوالې دومره ژورې شي چې د تصوراتو ګل بڼ ته د اوبو نشتون له امله له وچکالۍ سره مخامخ کړي. رحماني صیب وایي:

نور یم د غرېو او مینې وروستی حد ته رسېدلی

زما د تاندو هیلو ترجمان په ژړا راغی (۱۰)

….

هغه شاهانه غرور مې سر نه کوچېدلی دی

راشه! ملنګي ده، دروازې ته دې ولاړ یمه(۲۱)

۲ـ اغېز: د ټولنې هغه متاثره شېبه ده چې د شعر په جامه کې د ابدیت عنصر یې خپل کړی دی، دا چې رحماني صیب د ټولنې ځینو شېبو نه څومره متاثره شوی، ددې په اړوند د رحماني صیب هغه خاطره راغلم چې د شعر جامه یې هم اغوستې ده. ( کابل ښار کې له چاودنې وروسته نږدې د تېلو یوه ټانک اور اخیستی و، په لوخړو او لمبو کې ډوبېده، د پمپ په یوه څنډه د محمد(ص) مبارک نوم لګېدلی و، لمبې او دوړې شېبه په شېبه ور نږدې کېدې، سخت اغېز یې راباندې وکړ او له اغېزه پورتنۍ شعر جوړ شو.) هغه شعر چې د رحماني له همدې خاطرې وروسته د شعر بڼه یې غوره کړې ده، زه به یې دلته په یوه بیت باندې اکتفا وکړم:

ځان مې ټپي دی نور زما روح او ایمان سوځي

په دې جګړه کې مې نامه د خوږ جانان سوځي(۱۱)

۳ـ هوډ: په شعر کې هوډ د تصور هغه وزر دی چې ما ته د الوتلو قوت راکوي، د ناهیلۍ له خوبه مې را پاڅوي او د مزل په تګ کې د ننګ عار را په غاړه کړي. د خوشحال بابا یو بیت دی چې د هوډ عنصر پکې ډېر قوي ښکاري، یو وخت یې زه د یوې مقالې لیکلو ته اړ کړی وم، د بابا هغه بیت دا دی:

تر مطلبه پورې شرط د رسېدو دی

که تمامه لار په وینو الوده شي

دا یوازې یو بیت نه، بلکې د یو کتاب خبرې دي چې زه یې د (تکل او موخې) مقالې لیکلو ته اړ کړی وم خو همدا عنصر مې د رحماني صیب په یوه نه، بلکې په څو بیتونو کې پیدا کړ، چې د درد او محرومیت تر څنګ همدا عنصر د یو هوډمن شاعر ښکارندويي کوي: لکه دا بیت:

خیال مې بیا د ازادۍ هوا وهلی

مات وزری د توپان سیمې ته ځمه(۲۸)

۴ـ مینه: د هوا هغه سېلۍ ده چې دوه ګلونه کله غاړه غړۍ کړي او کله کله د بېلتون فضا ور جوړه کړي، مرور لفظونه د مخې ښې لپاره ورشي، خو د ښایست په مکان کې خپل ځای ترې نه ورک شي، د خیال هوسۍ یې د ښکلا له دنګو غرونو واوړي او بیا د دیدن غشی یې د مینې په کمان کې د ښکاري صفت خپل کړي، نو ځکه رحماني صیب وایي:

ته چې رنګینې جامې وکړې ځان ته ووایمه

زما وجود په دې سپيره مکان کې نه ځایېږي

بس کفایت کړي چې هر څوک مې ستا مین وبولي

خیر که مې مینه ستا د زړه ارمان کې نه ځایېږي(۱۳)

۵ـ درد: د رحماني صیب په شعري ټولګه کې د ټولنیز دردونو ور ها خوا د خپلې مورکۍ د مرګ لوی وېر هم په دې کې ور ګډ شوی دی. زه له دې لوی درد نه وینم چې مور د ناروغۍ په بستر پرته وي خو بیا هم په ښو الفاظو باندې د خپل زوی خیال ساتي:

که سرطان یمه، که سېل یمه که هره بلا

خو زما زوی ته دې په غوږ کې پټ پټ هېڅ نه وایي

هغه عاجز ددې کیسو د اورېدلو توان کله لري(۱۱۱)

د مور مخه ښه د ژوند هغه پړاو دی چې ټوله نړۍ بې خونده او له بدرنګۍ سره مخامخ کړي، د زړه هره څپه د مور لپاره د ارام ساه اخلي خو د مور نشتون د زړه څپې هم لالهاندې ولړزوي او بې واکه د اوښکو مرغلرې له سترګو څخه جاري کړي.

ټول په دې پوهېږي چې مور څه وي او مور څنګه وي

بې له تا نړۍ څومره بې خونده او بدرنګه وي(۱۰۵)

۶ـ د عدم تشدد فلسفه: عدم تشدد د انسانیت، د ښکلا پېژندنې، یو بل ته د مرستې او پرمختګ هغه فلسفه ده چې په دننه هېواد کې خان عبدالغفار خان او له هېواده بهر مهاتما ګاندي او نېلسن منډېلا یې د همدې کاروان لارویان بلل کېږي. رحماني صیب د عدم تشدد تعریف د خپل په یوه شعر کې په ښه ډول ترسیم کړی دی:

زړه مې کړه له مینې ډک او روح مې دې سپېڅلی وي

غواړم چې هېواد مې په دې ټول جهان ښاغلی وي

ژوند مې بس د مینې، انسانیت او جستجو نوم شي

هر چا ته چې ګورم د جانان په څېر دې ښکلی وي

راشي، په خندا شي، غاړه راکړي مرور جانان

کرکې او بېلتون دې زیاتي خپل مفهوم بایللی وي(۶۴)

پورته د دویم بیت په دویمه مسره کې شاعر خپل مینې ته ګوري، د هغې ښکلا او د هغې مهرباني داسې تشبیه کوي چې ټوله نړۍ دې لکه زما معشوقې غوندې مهربانه وي او د یو بل منل ورته د انسانیت یوه دنده ښکاره شي. د عدم تشدد فلسفه هم موږ ته دا وایي، چې انسان د انسانیت په دایره کې داسې ښکلی شي چې هر چا ته د بیروني ښکلا نه سربېره دروني ښکلا ور ښکاره  کړي او د مینې ـ مهربانۍ غړۍ ترې راتاوه کړي.

۷ـ د رحماني صیب په شاعرۍ کې د ټولنې ناورین انځور: د جګړې ستراتېژي حالت ټولنه دومره بدرنګه کړې ده، چې نه د طبیعت ښکلا را پاتې او نه هغه عزیزان مو چې د زړه ټوټې مو وې… په غره کې مو نښتر نه شته او په کلي کې مو چینار؛ د مرغانو ځالي د جګړې له امله ویجاړې شوې دي او د ښار سندریز مرغان مو د هجرت لاره خوښه کړې ده. جګړې تنکي ځوانان او ماشومان یې له موږ واخیستل، هغه شور ماشور چې پخوا د خوشحالۍ سېمبول ګڼل کېده خو اوس د غم په یوه سلګۍ او چیغو باندې اوښتې ده، لکه دا بیتونه:

شور ماشور مې غرنی فطرت وژلی(۳۶)

جنازې سره له ښاره بېرته راغلم

……

ښار کې چاودنې هغه سپین سوالګر ماشوم وژلی

ټوټې وجود به یې اوس څوک وړي د ادې ذهن ته(۴۹)

……

تېلو او اوبو د انسانیت حریم لوټلی دی

وینه د افغان ده چې له هر څه نه ارزانه ده(۴۵)

تر چینې لاندې غمي:

۱ـ د رحماني صیب شاعري په ټوله کې یوه جذابه او عالي شاعري ده، شعر یې د ټولنې تل ته پښه ایښې او هر څوک په کې خپل ځان کتلی شي. «تر غبار لاندې چینه» شعري ټولګه کې یې ډېری شعرونه په غزل، نظم، چهار بیته نظم او سپین شعر کې ویل شوې دي، چې سُر، لی، اهنګ او د فکر ماڼۍ یې د زړونو کلا ګانو پورې لاره پېدا کړې ده. په یاد شعري ټولګه کې د دري ژبې شاعر صوفي عشقري د یوه غزل منظومه ژباړه هم تر سترګو کېږي چې استاد رحماني صیب پښتو ته د غزل په قالب کې را ژباړلی دی.(۶۶ ـ مخ)

۲ـ رحماني صیب خپل ملګري ارواښاد فرید باراني ته هم یوه سوزناکه شعر ویلی دی، د خپل استاد پوهاند محمد ابراهیم همکار ته د اثارو، د علمیت او فضیلت په ستاینه کې ښکلي الفاظ پېیلي دي. د شعر په بڼه یې ځوان شاعر ذکرالله نصیب د یوه اوږد نظم ځواب هم ورکړی دی او د کانډیډ اکاډمیسن سلیمان لایق د شعر ملیکه یې په یوه بیت کې داسې ترسیم کړې ده.

کوم ستر شاعر هم ستا چونغر ته ترانې لیکلي

و متاثر درنه بغلانه دا رښتیا دي کنه؟ (۱۷)

۳ـ سولې وطن ته مې راځې او که نه؟ هغه غږ دی چې د پخلاینې او د سولې د راتلو یو لوی پیغام پکې پروت دی. رحماني صیب په یاد شعري ټولګه کې نه یوازې د جنګ بد انځور وړاندې کړی، بلکې د سولې د راتلو اړتیا یې هم بللې ده چې د ژوند فهم پرې کېدای شي. همدارنګه رحماني صیب د ځینو موضوعاتو تعریف یې په ښه ډول بیان کړې دي. د ازادي ناره د شاعر هغه هیله ده چې شتون یې د انسان د الوتلو سبب ګرځي. «زه شاعر یم» هغه بله موضوع ده چې شاعر ته په کې د سترګور، هېښ او ځیرک انسان لقب ورکړل شوی دی. ژونده! هغه تقاضا ده چې د ګیلې په ډول له ژوند نه کېدای شي چې اوس د زهرو یوه پیاله بلل کېږي خو ژوند نه دا تمه ده چې د ښکلا په څېره کې ځان را ښکار کړي. رحماني صیب په یو بیت کې د سترو تجربو او هڅو یوه نښه سپین ویښته بولي.

د استاد ګل الرحمان رحماني په شاعري کې غبار او چینې خپل سیوری په ډېرو بیتونو کې غوړولی دی، هیله لرم چې لوستونکي لکه د مرغانو په څېر خیالي رڼې چینې باندې الوت وکړي او سندریز بیتونه د ونې په یوه څانګه کې زمزمه کړي. د چینې خوږې اوبه په یوه لپه کې غړپ کړي او هغه لیک چې د چینې په یوه غاړه کې بهانده اوبو راوړی دی، د تخییل په مرمرین ځای کې ولولي، لکه دا بیت:

بیا یې نا اشنا لیک کې ویلي دي

ستا د تخیل د غره چینه یمه

۱۴۰۰/۴/۱۲

(Visited 33 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.