The news is by your side.

!د (ابن خلدون مقدمه) کتاب په اړه څوکرښې

لیکنه: وحیدالله وحدت

0

 پيل کې د لوی خدای جل جلاله څخه ډېر شکر ګذار یم چې د دې توان یې راکړ څو د ابن خلدون مقدمه نومې کتاب له سره تر پایه مطالعه کړم.

علامه عبدالرحمن ابن خلدون چې په ۷۳۲ هجري کال په المغرب (تونس) کې زېږیدلی د وخت له مشهورو او سترو علماؤ څخه يې دیني، فلسفي، تاریخ او بېلابېلې زده کړې تر سره کړي دي، چې د وخت په تېریدو سره د خپل د وخت او د اسلامي نړۍ مشهور او ستر عالم شو. د ژوند په ورستیو کې يې د خپلو زده کړو او تېرو تجروبو پر مټ په دوو ټوکونو کې یو تلپاتې اثر (مقدمه) ولیکله.

دغه اثر د لومړي ځل لپاره په ۷۹۹ هجري کال کې د پنځو میاشتو په موده کې پشپړ او خپور شوی چې د نړۍ له نوماندانو اثارو څخه یو ډېر غوره او ویاړمن اثر ګڼل شوی. دغه اثر تر ننه د اروپا د تعلمي مرکزونو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې شامل دی. د نړۍ په زیاترو ژوندیو ژبو څو، څو ځله ژباړل شوی، چې له نیکه مرغه دا هڅه زموږ د هېواد تکړه او نوموتي لیکوال او ژباړن ښاغلي محمد زبیر شفیقي هم کړې او نوموړی آثر يې پښتو خوږۍ ژبې ته را ژباړلی او په ۱۳۹۹ هجري کال کې اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی دی.

د ابن خلدون په دغه اثر کې په ریښتینې بڼه ټولشموله علوم په ډېرښه ترتيب او ښه شکل را ټول شوي دي. په دې آثر کې پنځه پنځوس فصلونه دي چې هر فصل يې په ځانته مضمون یا موضو باندې را څرخي. د دې کتاب په اولو مخونو کې د تاریخ ارزښت، د مذهبونو د تاریخ څېړنې، د مؤرخينو غلطيو ته اشارې او د غلطیو پر لاملونو یو ځغلنده نظریات ورکړل شوي دي (د تاریخ علم یو عزتمن او د لوړې کچې، ډېر ګټور او شریفانه موضوع لرونکی فن ګڼل شوی. ځکه چې موږ ته د تېرو پېښو حالت بیانوي)

د کتاب په اوله برخه او لومړیو فصلونو کې د نړۍ د نفوسو طبیعت، پر هغو اغېزمن تاثیرات لکه کلیوالتوب او ښاریتوب، غلبه او برلاسی، کسب او کار، علوم او صنعتونه او د هغو لاملونو باندې پوره او تفصيلي خورا جالب، نوي او ګټور بحثونه شوي دي.

(په انساني کورنیو کې ښاریتوب او اطرافي ټول فطري دي او د ښاریتوب په پرتله کلیوالي ژوند لرغونی دی، کلي ښارونو ته د زړې په څېر وي، لوې لوې ښارونه په پیل کې کلي وو)

په بل ځای کې راغلي چې (کليوال په ساده، پنډو جامو او د ژوند په معمولي اړتیاوو ګوزاره کوي، عیش او آرامي د دوئ له توانه لري وي، مګر ښاریان بیا د ژوند په ټولو اسانتیاو پوره ارامه او سوکاله ژوند لري. په دې کې شک نشته چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر تجملي او د عیش له اړتیاو مهمې دي)

که غور وکړو، نو رښتیا هم همداسې ده؛ کلیوال په څومره سادګۍ، ریښتینولۍ او سپیڅلتیا ژوند پر مخ وړي او ډېر ساده ژوند لري، چې د ژوند لومړنۍ او بنسټیزې اړتیاوې دوئ له حیواناتو، نباتاتو، کښت او کرنې څخه پوره کوي، مګر ښاریان بیا په مزو، عیش او نوش کې ژوند تېروي، ډېرو امکاناتو ته لاسرسی لري، مګر بیا هم د ښاریانو په پرتله کلیوالتوب کې سکون او ارمتیا ډېره لیدل کیږي.

د کتاب په منځینو فصلونو کې پر حکومت، ریاست، سیاست، سياسي واک، سیاسي ملاتړ، ځواک او قدرت، امامت او خلافت، په حکومتي نظام او حکومتولۍ ډېر په زړه  پورې بخثونه شوي دي. که يې دلته له ټولو یادونه وکړم نو کیسه به رانه لویه شي خو په هر حال…

په دې کتاب کې وايي (چې انسانان یو ځواکمن حاکم ته هم اړتیا لري چې خلک له ظلم او تېري څخه منع کړي او د عصبیت په سبب پر دوې حکومت وکړي. ځکه که ځواک نه وي نو خلک به له ظلم نه څه ډول منع کړي؟ د دې ځواک نوم د هېواد او حکومت دی) دلته وايي چې د حکومت مانا تر ریاست پراخه ده، ځکه ریاست یوازې سرداري او مشري ده او خلک د سردار اطاعت کوي، خو سردار او د قوم مشر پر هغوئ په زور احکام نشي منلی. د دې پر خلاف پاچا په زور په خلکو خپل قوانین منلی شي ځکه چې له هغه سره ځواک وي او په ډانګ کاږه هم سمېدای شي

همدارنګه په یو بل ځای کې وايي چې (توندي او تاوتریخوالی پاچا ته زیانمن او د بربادۍ لامل ګرځي، که حکومت ښه نه وي او ظالم وي، نو زیان يې ولس او خلکو ته رسیږی او رعیت به ورسره تباه شي)

په سیاست او شریعت کې توپیر يې په ډېرو ښو الفظو او واضح ډول روښانه کړی دی هغه داسې چې (که دغه قوانین د اهل حل او عقد خاوندان د هېواد مشران، علما او د عقل او پوهې خاوندان او سياسي مشران جوړ کړې نو دوئ ته عقلي سیاست وايي او که دغه اصول او قوانین د وحې له لارې د الله تعالی له لورې غوره کړای شي نو دې ته شریعت او یا دیني سیاست وايي چې د دنیا او اخرت دواړو د ژوند لپاره په کار راځي.

هر پاچا ځانګړې نښې او ځانګړتیاوې لري چې دا دهغه د شان او دبدبې غوښتنه ده، دغه امتیاري نښې یوازې د پاچاهانو ځانګړتیاوې دي.

د دې کتاب په وروستیو برخو او مخونو کې په علومو باندې هم تحصیلي بحثونه شوي دي  لکه: د بیان علم، د تصوف علم، د خوب د تعبیر علم،  عقلي علوم او د هغه ډولونو ته پکې اشاره شوې ده، چې لوستلو يې له ګتو او پوهې ترلاسه کولو خالي نه ګڼم.

عقلي علوم د انسان فطري علوم دي، ځکه چې انسان پخپله د فکر او نظر خاوند دی. دغه علوم له کوم مذهب سره تړام نه لري بلکې د ټولو مذهبونو خاوندان هغه زده کوي او د هغو په مدارکو او بحثونو کې ټول یو شان او برابر دي. دغه علوم په ټولو انسانانو کې د تمدن له پیله موندل کیږي دې ته فلسفي او د حکمت علوم هم وايي.

عقلي علوم څلور دي: ۱- د منطق علم ۲- طبعي علوم ۳- الهي علوم ۴- څلورم هغه علم دی چې د اندازې په باب بحث کوي.

په دې کتاب کې د زده کړې یوه ډېره ګټوره طریقه راوړل شوي ده چې په دې ډول ده (د زده کړې او تعلیم تر ټولو غوره طریقه دا ده چې زده کوونکي ته د کوم مسلک مسایل برخه په برخه په کراره ور یاد کړل شي، هغوی ته تر ټولو مخکې باید د کوم علم او مسلک د هر باب اصولي ټکي ذهن ته ور وسپارل شي. د زده کوونکیو ذهني وړتیا ته هم پام وشي په دې ډول تر پایه د یو مسلک او هنر په باب مسایل د هغه په مازغو کې ځای پر ځای شي)

(Visited 52 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.