The news is by your side.

سپوږمۍ شوه په هاله کې کتاب چاپ شو

0

د سپوږمۍ خرم کتاب دوهمه شعری ټولګه سپوږمۍ شوه په هاله کښی په نامه کتاب چاپ شوه منګل کتاب کور لخوا تازه په ښکلی ډیزاین کې چاپ شو ى دى د سپوږمۍ خرم دوهمه شعری ټولګه ده خو زیاته شاعری یې خوندره او ډېره ښه شاعری ده چې په بیا بیا لوستلو ارزی دغه کتاب باندی ددرنو پښتنو شاعرانو محترم کاروان ، محترم نصرت  او محترم غر په دی کتاب یی ښکلې سریزه لیکلې ده

سپوږمۍ خور ته دوهمه شعری ټولګه سپوږمۍ شوه په هاله د چاپ مبارکی وایو

غزل
هریو ګل سره مې کار دی چې مې یار دی
ژوند مې څه ګل اوګلزار دی چې مې یار دی
دقدرت ښــــــــــکلا مې مخې ته ولاړه
چې په خوله مې ایکه زار دی چې مې یار دی
دګل رګ رګ کې سکون د مینې وینم
دګل ژوند دګوتو شمار دی چې مې یار دی
په سفــــــــر یـــــــــــمه راوتې دکاله نه
دا سفر د اوږو بار دی چې مې یار دی
ګل په پاڼو څاڅکی څاڅکی شبنم پروت دی
خال زما په سپین رحسار دی چې مې یار دی
سپوږمۍ مینه بس د زړه د راز قیصه ده
ما خرڅ کړی ژوند په لار دی چې مې یار دی

(Visited 60 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.