The news is by your side.

نرګسي سترګې

حبيب وقار

0

زه انتظار کومه ستا د سترګو

ولې پناه شوې ته زما له سترګو

نرګسي سترګې زړه راښکونکې جذبه لري، که څوک پرې مين شي ان تر لېونتوبه يې رسوي، پوډري کوي يې، وژونکی ترې جوړوي، خو که د خپلې خوښې نرګسي سترګو ته ورسېد، بيا به د دوی تر منځ مينه وي، درناوی به وي، ژوند به يې له خوښيو ډک وي او يو ښه راتلونکی به ولري.

دا نرګسي سترګې ترڅه پورې را يادې شوې، هو رښتيا دا د مين ډاکټر کیسه ده، د نرګس د نرګسي سترګو د ډاکټر، د سترګو د متخصص چې هره ورځ يې د لسګونو هېوادوالو سترګې رغولې، درمل يې ورکول او د خلکو سترګو ته يې روښنايي ورکوله.

اوس دا مهمه ده چې دا نرګسي سترګې مې چېرته ولوستې او څنګه را يادې شوې چې کيسه يې له تاسې سره شريکه کړم. د قرنطيني ورځو د مطالعې په لړ کې مې د ګل رحمن رحماني (ولې پناه شوې ته زما له سترګو؟) ناول ولوست، بې کچې ډېر خوند مې ترې واخيست، په يوه ساه مې ولوست او لوستونکو ته يې بې کچې ډېر پيغامونه لرل. په ناول کې ليکوال د يوه خبريال ډېر په زړه پورې رول ترسره کوي. د متن ژبه يې ډېره روانه په زړه پورې او ښکلې ده.

په (ولې پناه شوې ته زما له سترګو؟) په زړه پورې ناول کې تر ټولو لوی پيغام، د يوه انسان (اولادونه) روا خوښې ته کتل دي، د هغوی حقونه ورکول او د ژوند کږلېچونه يې په پام کې نیول دي. دا چې که د خپلو اولادونو روا خوښې ته نه ګورو نو دا په خپل لاس د  خپلو اولادونو ژوند تباه کول دي.

يو انسان د خپل ژوند جوړولو د طريقې او خوښې حق لري. کله چې اولادو بالغ کېږي، له زده کړو فارغېږي، په ښه او بد پوهېږي، ډاکټر کېږي يا هم په دفتر کې کار کوي، بايد ويې ازمويو، که يې کوی شوای د خپل ژوند د ملګري/ملګرې له پاره ښه ټاکنه وکړي، اجازه ورکړو. نه دا چې د هلک او نجلۍ ژوند ته اور واچوو، هغوی ورټو ان تر دې چې ژوند يې له خاورو سره خاروې کړو. د رحماني صیب په ناول کې دا موضوع ډېره ښه او په ښو پيغامونو سره روښانه شوې ده.

دلته د سترګو د يوه ډاکټر په زړه پورې کيسه ده، د سترګو د متخصص ډاکټر کيسه ان تر پوډري کېدو او قاتل کېدو پورې رسېږي. خو که د کتاب متن ولولو او دقت پکې وکړو، کيسه ټوله د کورنۍ د خپلې خوښې د تپلو، زورواکۍ او بې پروايۍ پورې تړلې ده. د يوې کورنۍ لږ بې پروايي د سترګو يو متخصص ډاکټر تر پوډرو رسوی شي، ځکه چې ډاکټر په نرګسي سترګو مينېږي خو د يوې نجلۍ پلار او ورور د دوی دواړو (نجلۍ او هلک) هيلې له خاورو سره خاورې کوي، ارمانونو ته يې اور اچوي او له ژوند څخه يې بې برخې کوي.

په کتاب کې د ښه ژوند کولو پيغامونه په ښکلو جملو کې راغلي دي، د سترګو متخصص او اوسنی پوډري وايي:

«ماته يې ویلي وو چې د يوه ډاکتر هره شېبه د ژوند په څېر ارزښت لري، د هرې شېبې کړۍ يې يو څوک ژغورلی او وژلی شي، خو زه وايم چې د خبريال شېبې هم همدومره قېمتي دي، يوه کلمه يې هم د جوړېدو او هم ورانولو پرېکړه کولای شي.»

ډاکټر ويس وړاندې بيا وايي مور مې ویل چې زه د خپل کلي تر ټولو نازولی او ښکلی ماشوم وم، درسونو کې هم خپلو همزولو راسره سيالي نه شوای کوی. اوس دلته يو نازولی، لایق او د سترګو متخصص ډاکتر د يو چا د ناروا پرېکړې له کبله له ژوند سره مخه ښه کوي، بدبخته کېږي.

دا ډول ډېری کيسې او پيغامونه په کيسه ييز ادب کې نغښتي دي. کيسه ييز ادب د کيسې د خوږو تر څنګ د ښه ژوند کولو او منفي کړنو د نه کولو له پاره بې شمېره پيغامونه لري. د کیسو کتابونه مې، که هغه لنډې کيسې، ناولونه، خاطرې، یونليکونه او يا هم لنډ يادښتونه وي ډېر خوښ دي او تر دې دمه مې د لنډو کيسو او ناولونو په سلګونو کتابونه لوستي دي. ډېری وخت د لنډو کیسو او يا هم کوم ناول متن، تسلسل او موضوع دومره خوږه، په زړه پورې او زړه راښکونکې تلوسه لري چې نور خو مې ټول کارونه ورته پرېښي وي، ان له ډوډۍ هم پاتې وم او د لمانځه هم را باندې ناوخته وي، تر هغې چې خلاص کړې مې نه وي. تېره شپه هم همداسې وه، مازيګر مې د (ولې پناه شوې ته زما له سترګو؟) ناول پيل کړ، د شپې يوولس بجې مې يې وروستۍ پاڼه هم واړوله.

دا چې يو کتاب په پوره ذوق او شوق سره لولو دا ټوله د لیکوال تر پياوړي قلم پورې تړلې ده. نن ورځ زموږ په ټولنه کې د پخوا په پرتله د کیسه ييز ادب بې شمېره کتابونه خپرېږي، خو ځينې د پورته ستاينې وړ دي او ځينې ليکنې يا ژباړې يې بيا داسې دي چې په لوستو يې له هڅو او هاند سره سره توانېدلی نه يم، دوه کاله وړاندې يو پښتو ناول چاپ شو، ډېره مې ورته سودا وه، ويل مې د ليکوال يې شعر دومره په زړه پورې دی، نثر به يې هم همدومره خوږ او په زړه پورې وي، په ياد ناول پسې تر بازاره لاړم، وامې خيست او کور ته مې راووړ.

ناول مې په ډېره تلوسه پيل کړ، ورو ورو ورسره ستړی کېدم، شلمې پاڼې ته چې ورسېدم نور مې له ناول زړه تور شوی و، هرڅه مې چې وکړل د ناول پاتې برخه هم ولولم نه کېده، په خپل کتابتون کې مې کېښود، ويل مې بله ورځ به يې را واخلم، خو بله ورځ هم چې په شلو مې څو پاڼې ور واړولې نه شوه، بس قات مې کړ او بیا مې یوه بل ملګري ته چې په همدې ناول پسې ګرځېده ورکړ، ويل مې ستا دې مبارک شي، زه يې په ویلو ونه توانېدم.

دا مې تر دې پورې ویل چې قلم تر قلمه، لیکل تر ليکلو، فکر تر فکره، نوښت تر نوښته، پنځونه تر پنځونې توپير لري. ځينې نثر ليکونکي ډېر پياوړی قلم لري او خپله ليکنه پر لوستونکو په ډېره مينه لولي، لوستونکی هم هيله لري نثري کتابونه يې په ډېره مينه واخلي او په خوند يې ولولي خو د ځينو کتابونه بيا په زور او هڅو سره سره هم نه لوستل کېږي.

 د رحماني قلم پياوړی دی، څو کاله وړاندې مې يې د «ښکلا» په نوم ناول ولوست چې د کیسې کرکټر يې د قمبر څلور لارې ته څېرمه د کډوالو خېمو کې اوسېده، په زړه پورې و، که اوس يو ځل بيا هم هغه ناول ومومم کېدای شي بيا يې له سره ولولم.

سږ کال مې د يوه بل ناول لوستو ته ډېره تلوسه وه، ځکه چې نوم يې ډېر په زړه پورې و خو هره برخه به مې يې چې خلاصوله بلې ته مې زړه نه کېده ويې لولم، په ډېر زحمت مې خلاص کړ، مطلب دا چې په يوه ساه مې ونه شوای لوستی، نه کېده چې په تلوسې او خوند سره یې ولولم.

په (ولې پناه شوې ته زما له سترګو؟) ناول يو بل لوی پيغام ههم لري چې که له ستونزو سره مخ کېږو، له څه ډول اشخاصو سره مشوره وکړو، په دې کيسه کې د سترګو متخصص ډاکټر ويس له خپل يوه کلیوال همزولي سره چې يوازې پيسې پېژني مشوره کوي او د هغې په جوړ شوي پلان خپل کارونه مخکې وړي. له همدې کبله ناکامېږي، يو ظالمانه قتل کوي او په پايله کې د دوو تنو ژوند له بې شمېره کړکېچونو سره مخ کېږي.

په پای کې ځوانانو ته وايم، که زما منئ په نرګسي سترګو مه مينېږئ، که مين کېږئ، هڅه وکړئ له داسې چا سره مشوره وکړئ چې پوه وي، تعليم يې کړی وي او د ژوند په چارو کې ښه تجربه ولري او له بل لوري که نثر ليکئ د رحماني صیب د نثر په څېر يې خوږ او په زړه پورې وليکئ چې خلک يې په مينه ولولي، خلک هم اړ نه دي زموږ بې ځايه ببولالې ولولي، نه دومره وخت لري او نه هم کومه اړتیا لري چې خپل وخت بې ځايه ضايع کړي.

زه انتظار کومه ستا د سترګو

ولې پناه شوې ته زما له سترګو

د ۱۳۹۹لمريز کال د چنګاښ ۲۵مه

کابل، افغانستان

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.