The news is by your side.

پر پټې خزانې اتو انتقادونو ته ځوابونه

سید مومن کندهاری

0

سریزه

د هرې ټولنې لپاره د خپل تاریخ او ادب ساتل او د هغو پټو حقایقو څخه پرده پورته کول چې د تاریخ تاړاکونو پر غوړولې ده لازمه او ضروري ده. د ژبې، ادب او تاریخ اهمیت په دې کې دی چې هغو ته په کتو سره موږ د ګمنامۍ او نابودۍ څخه خلاصون موندلای سو. د تاریخ په استناد او باور موږ پروني تېروتنې  په ډاګه کوو تر څو موږ وکولای سو هغه تکرار نه کړو. بل دا چې زموږ د نیکونو او مشرانوهغه جان نثارۍ چي يې د اسلام، د دې وطن او خصوصاً د دې قوم لپاره کړي دي ښکاره سي او دا قوم چي د هاتي په غوږ کي بیده دی د دې درانده خوبه را ویښ سي او د خپل پخواني عزت او وقار د لاسته راوړلو لپاره لستوڼي را ولغړوي.

دا اثر ( پټه خزانه)  که څه هم د پښتنو لويه سرمایه ده خو بعضي ډېرو معتبرو لیکوالانو نقدونه پر کړي دي د هغې په سر کي د پښتو ژبې خوږ شاعر او اوچت نقاد ( قلندر مومند ) قرار لري. د ده د نقدي اثر چي ( پټه خزانه فی المیزان ) نوميږي ډېری تاریخي او ادبي مسلو ته یې اشاره کړې ده او د هغې پر بنیاد يې پټه خزانه د حبیبي په لاس لیکل سوې جعلي اثر بللی او د پټې خزانې شاعران او اکثره ذکر سوي افراد يې جعلي بللي دي. د ده تر څنګ د جمعه خان صوفي په نامه هم يو لیکوال پر دې نقش قدم تللی او په خپل نقدي اثر ( پټه خزانه د تاريخ په تلا کښې ) کي يې د پښتنو ادب او د دوي نسب تر سوال لاندي راوړی دی.

يوه خبره باید په سر کي و لوستونکو ته سپينه کړم چي زما دا مقاله د ښاغلي قلندر مومند په ځواب کي نه بلکې د هغو سوالونو د حلولو په موخه ده چي د پښتنو او غير پښتنو به مجالسو کي مطرح کيږي، او د اکثرو خلګو په اذهانو کي يې ځای نيولی دی. نو ما تر خپل حده کوشش کړی دی چي د دې مقالې په لیکولو سره دا سوالونه تر يوې اندازې حل کړم. که څه هم دې سوالو ته زموږ پخو محقیقینو په علمي او منطقي بڼه ډېر خوندور او قانع کوونکي ځوابونه ويلي دي خو زه به د هغو د مطالبو نچوړ راوړم او بعضي نور اسناد به ورسره اضافي کړم چي دلالیل لا پاخه او معقوله سي.

په درنښت: سید مومن کندهای

پر پټې خزانې انتقادات او هغې ته ځوابونه

بیکن تصور کاوه چې ګویا حقایق په خپله خبرې کوي او ویل به يې کله چې په کافي اندازه معلومات را غونډ شي ویښ او بیداره ماغزه په خپله د هغوی تر مينځ روابط موندلای شي. (روهي،۱۳۹۷:۲۶)

)The earliest known document written in Pashto is dated to the sixteenth century; the poems compiled in the Pata Khazana therefore extend the history of Pashto literature by about 800 years).(Wikivisually(

ژباړه: د پښتو ژبې تر ټولو زوړ پېژندل سوی متن و شپاړسمي پېړۍ ته رسیږي، خو په پټې خزانې کی چي د کومو اشعارو ذکر سوی دی د هغې له وجې د پښتو د ادبیاتو تاریخ د ۸۰۰ کلو شاوخوا ته رسوي.

Now remains the issue of its existence. Apart from themanuscript that has been presented by Professor Habibi, there is now another and much older copy in Hungary. This manuscript predates even Professor Habibi’s birth. I am aware of the fact these fascists would claim that why this copy of the manuscript was not found earlier. The reason for that is no body had actually looked for it in the archive. Armin Vambery gathered thousands and thousands of books on his trips and adventures in Asia and Middle East which are kept in the distinguished Library of the Hungarian Academy of Sciences. When this manuscript was discovered and recognized articles were written about the fascinating journey it had made from Heart Afghanistan to the Library of the Hungarian Academy of Sciences.(Maqsudi, 2016:6) 

ژباړه: اوس پاتيږي د دې اثر د بود او نبود سوال. غیر له هغه اثر څخه چي حبیبي صایب وړاندي کړی وو، یو بل ډېر زوړ اثر هم سته چي په هنګري کي يې کاپي پرته ده. دا اثر د حبیبي تر پیدایښت هم زوړ دی. د فاشیسټانو د دې سوال په ځواب کي، چي ولي دا اثر د مخه نه سو معلوم او خلګو ته وړاندي، باید ووایو چي چا په آرشیف کي چا په دې اثر پسي نه وه کتلي. «آرمين وامبري» په خپل سیر او سفر کي چي و آسیا ته یې کړی وو په زرهاو آثار را ټول کړي وه او د هنګري د ساینس په کتابتون کي خوندي کړي وه. کله چي دا اثر کشف او وموندل سو. ډېری مقالې د دې اثر د سفر په څرنګوالي او وهنګري اکاډمۍ ته د رسېدو په اړه ولیکل سول.(مقصودي،۲۰۱۶:۶)

کله چي موږ د پښتو د لرغوني ادب ذکر کوو نو ځای پر ځای مو د محمد هوتک ( پټه خزانه ) سترګو ته دريږي. پټه خزانه د عبدالعلي اخندزاده په واسطه موندل سوی او په (۱۹۳۵ز) کال يې و استاد حبيبي ته ذکر کړی وو خو استاد حبیبي يا خو هم د دې نایابه اثر په ارزښ نه وو پوه سوی او یا تر حد ډېر مصروف وو چې د دې په چاپوولو او خپرولو کي يې دومره ځنډ کړی وو. حبيبي صیب په ( ۱۹۴۳ز) کال ځي او دا اثر ( پټه خزانه ) راوړي او و چاپ ته يې سپاري.(صوفي،؟،۱۷)

پر پټې خزانې نیوکې

: محمد هوتک يو خيالي وګړی دی او هيڅ شتون يې نه درلودی.1

: د پټې خزانې نوم ولي پټه خزانه ده.2

: د پټې خزانې په درو برخو وېشل کېدل.3

: د پاراګرافونو استعمال په پټې خزانې کي.4

: د ( ځ ) په استعمال باندي نیوکه.6

: د پټې خزانې پر مآخذونو اعتراض.7

: هیواد يا ایواد معنی څه وه؟8

  

محمد هوتک څوک وو؟

ښاغلو معترضینو او بعضي نقدانو دا شک او شبهه ظاهره کړې ده چې ښايي د پټې خزانې موُلف ( محمد هوتک ) هيڅ بهرنی او ريښتنی شتون نه درلودی او دا د نولسمي پېړۍ د مفکورو زېږنده یو کرکټر دی. نود دې ادعا پر بنیاد چي د پټې خزانې موُلف نه وو موجود په دې اساس پټه خزانه هم يو جعلي اثر دی.

دې خلګو چې دا ادعا يې کړې ده هیڅ يې ځان نه دی زوکلولی او په عذاب کړی او ساحوي تحقیق ته يې هیڅ وخت نه دی ورکړی. د دې خلګو په ځواب کې ښاغلی همیش خلیل پر اسنادو او شواهدو آراسته دلیل راوړي او د دې معتریضینو اعتراض ته يې قانع کونکی ځواب وايې. ( محمد هوتک د قلات په سیوري کښې استوګنه لرله. او په کوم کلي يا ځای کښې چي هغه مېشت وو. هغه نن د « مملوکلې» په نامه ياد او آباد دی. « ممو » د محمد هوتک د نامې مختصر شکل دی. یعني د هوتک نه پس هم د هغه په نوم يې شهرت بیا موند. د محمد هوتک په نهم پشت کښې احمد علي اخوندزاده نومي يو سړي په کال ۱۹۷۸ ه کښې د پنځه نوي کلونو په عمر وفات شو، په لسم پشت کښې د هغه اولاد نن هم ژوندی دی او مزار يې په ذکر شوي کلي کښې نن هم موجود دی.) (خلیل، ۲۰۱۷: ۷)

د دې معترضينو یو اعتراض دا هم دی چي که محمد هوتک د شاه حسین د دربار لیکوال وو نو ولي يې ذکر نورو شاعرانو او درباریانو نه دی کړی. د دې خبرې به ځواب کې باید ووایو چي د شاهانو په دربار کی او به ځانکړي ډول هغه شاهان چي د ادب سره مینه لري ډېری درباریان، ادیبان، شعرا، لیکوالان او تاریخ نویسان وه. خو د دې ټولو نومونه تر موږ نه دي را رسېدلي، تر موږ چي کوم نومان را رسېدلي او موږ اشنايي ورسره لرو ټوله د دربار وتلي شاعران، لیکولان او تاریخ نویسان دي. بل دا چي محمد هوتک د شاه حسین په دربار کي نه هم شاعر وو او نه هم تاریخ نویس. محمد هوتک په لومړي سر کي خپله د پښتنو ګمنامه شاعرانو او ادبي آثارو پلټنه کوله خو کله چي شاه حسین ته دا خبر ورغی چي محمد هوتک دا هوډ او عزم لري او د پښتو ادب و خدمت ته يې ملاتړلې ده نو شاه حسین دی دربار ته را دعوت کړ او د ده ملا يې ور وتړل او لا يې تشویق کړ لکه محمد هوتک چي خپله وايي.( او قلم مي را واخيست هغه وخت چې زما له ارادې خبر سو زموږ د پښتونخوا د سترګو تور ، امام المسلمین، و ابن قاتل الرفضه و الکافرین شاه حسین ، ادامالله دولته الی یوالدین. نو يې زه وغوښتم خپل دربار ته او ما ته يې تشویق وکا، او الطاف يې ښکاره کا، چي دا خپله اراده پوره کاندم ، او د پښتنو شاعرانو حال سره را ټول کاندم ځکه زموږ پادشاه او د ښالم خېلو د زړه سر، شاه حسین خلدالله ملکه و سلطنته، په خپله ښې وینا خاوند او د پښتو د شعر شوقمن دئ. نو ما وغوښته چي ژر تر ژره دي دا کتاب وکښلی سي. او د پښتنو د شاعرانو احوال ټول کړه سي.) (هوتک،۲۰۱۶:۴۳)

د دې وینا څخه دا په ډاګه کيږي چي محمد هوتک که څه هم په لیک او لوست بوخت وو او کېدای سي نور آثار هم ولري خو د شاه حسین په دربار کي نه وو او د شاه حسین د درباریانو سره نه وو اېل و غېل. نو په دې اساس که چا د محمد هوتک ذکر د هغه وخت به متونو کي نه يې کړې دا د دې سند هر ګز نه سي کېدای چي محمد هوتک یو خیالي شخص وو او موجودیت يې تر سوال لاندي راولو.

 د پټې خزانې نوم ولي پټه خزانه ده؟

 د بعضي معترضینو دا اعتراض چي د پټې خزانې نوم ولي پټه خزانه وه حال آن که په دې تذکرې کي د ډېریو پېژندل سوي کسانو نومونه او د اشعارو بېلګې هم راغلي دي. یعنی هغه کسان چي په هغه زمانه کې يې هم خلک د نامه سره اشنا وه. نو که دا پټه خزانه يې خو صرف باید د هغو شعراوو ذکر سوی وای کوم چي د هغه وخت او زمان و خلګو ته ګمنام وه. د دې اعتراض په جواب کې بايد سړی ووایي چې د خپل اثر نوم ټاکل د لیکوال په شخصي ذوق پوری اړه لري او پر دې باندې نقد کوول يا د لیکوال د عداوته او قصده ډک نیت ښيي او یا هم د نقاد د نقد ضعف ښيي. دا عیناً داسي معنی لري لکه يو څوک چي پر يو چا د هغه یا د هغه د زوی پر نامه انتقاد وکړي چې دا نوم دي زما نه دی خوښ نو تا ولي پر ځان ایښاوه. دلته د دې اعتراض په جواب کې زه یو سوال کووم، چې که محمد هوتک خپل پر تذکرې نوم نه سي ايښودای او علت يې دا وي چي په دې اثر کي بعضي شعرا پټ نه بلکي ښکاره وه نو ولي پر اخوند دروېزه اعتراض نه کيږي چي د « د مخزن الاسرار» به نامه يې رساله درلوده او په دې کي يې ټوله هغه مسایل را اخیستي دي چي په هغه زمانه کي دېریو خلګو ته ښکاره او په ډاګه وه. دا خبره بالکل غلطه ده چي د هغه زمانې خلګ دي د پښتنو د هرې سیمي په شاعرانو خبر وي. که موږ د خوشحال خان دیوان ولولو نو په هغې کي د ډېریو شاعرانو نومونه وینو چي د ده به چار اطرافو کي يې ژوند کاوه خو د غربي پښتونخوا د شاعرنو ذکر يې ډېر په ندرت کړی دی، علت يې دا دی چي هغه و دې سیمې ته لاس رسی نه درلودی او د دې سیمې احوال يې نه درلودی. اوس هم موږ ډېری شاعران لرو چې ډېره اوچته طبعه لري او د دې ټکنالوژۍ او انټرنټ په دور کي لا هم د ټولو پېژندل ګران کار دی. خو تر ټولو د مخه دا اعتراض په پټې خزانې سره خپله رديږي. په پټې خزانې کي ډېری داسي شاعران سته چي د پټې خزانې د چاپ تر ورځې پوري لا هم چا نه پېژندل د يو څو نومونو يادونه اړين بولم. امير کړوړ سوري، حمید لودي، اسماعیل، خرښبون، شیخ ملکيار، شیخ اسعد سوري، نصر لودي، خلیل خان نیازی، شیخ تیمن، ښکارندوی غوري او داسي نور چي د هغه زمانې  لپاره هم پټ وه.

د پټې خزانې په درو برخو وېشل کېدل:

دلته د ښاغلي قلندر مومند هغه وینا را اخلو چي د هغې پر اساس معترضین د پټې خزانې پر اصالت د دې د جوړښت له مخې نيوکې کوي. ( د پټې خزانې ترتیب په دوه قسمه شوی دی. اول ترتیب يې د «خزانو» دی چې د مرتب د پخته کارۍ ثبوت ورکوي، يعنې د درو خزانو وېش به داسي اصولو شوی دی چي داترې ښکاري چې موُلف یو پخته کار لیکونکی دی چي اوله خانه کی يې د تېرې زمانې شاعران، دویمه کې د خپلې زمانې شاعران او درېیمه خزانه کي يې زنانه شاعرانې را جمع کړي دي.) (مومند، ۱۹۷۶: ۱۰۵)

اکثره معترضین په دې اند دي چي د پټې خزانې د تذکرې وېش، اوډنه او سمون د نن زمانې پر معیارونو سوې ده نو په دې اساس دا باید د نن زمانې لیکل سوی يو جعلي اثر وبلل سي. په دې بې بنیاده اعتراض سره معترضینو پر خپل ځان د بحث ساحه را لنډه کړې ده. د آثارو منظم لیکل او د هغې وړاندې کول د لیک او لوست د تاریخي بهير يو ډېره لویه برخه ده او دا برخه یوازی په آخري سلو کلو را محدودول د لیکوالۍ د تاریخي بهیر سره جفا ده. د معترضینو په اند که په هغې زمانې کي د يوې تذکرې په درو برخو کوول یو خارق العاده عمل دی نو اول دي و خوشحال ته مخ واړوي په دې چي ستر خوشحال تر محمد هوتک د مخه په دستار نامه کې د سړيتوب معیارونه په دوو برخو وېشلي دي.

 (هنرونه او خصلتونه ).بیا يې په سیستماټيک ډول په شلو هنرونو او شلو خلصتونو ویشي په همدا شان د «اخلاقنامې» ذکر که وکړو چي په شلو بابونو وېشل سوې ده، د حمید بابا « قصه شاه و ګدا»، د عبدالقادر خان خټک « ګلدسته» او یوسف و زلیخا او داسی نور ډېری داسي زاړه آثار سته چي د ضرورت پر اساس په برخو يا عنوانونو وېشل سوي دي. که موږ د معتریضونو دا ادعا پر حق وبولو نو د پټې خزانې سره ډېر لرغوني آثار تر سوال لاندي راځي. (صمیم،۱۹۹۰:۴۷)

د پاراګرافونو استعمال په پټې خزانې کې:

د ښاغلي قلندر مومند وینا په دې هکله را اخلم (دا دشلمي پېړۍ جدت دی، او شاید چې د روایت په تتبع کښې د دنیا ټولو ادبونو ته راننوتې دی… ولې په «پټه خزانه» کښې د پېراګرافونو د استعمال داسې په کثرت اهتمام شوی دی چې دا ترې ثابتېږي چې کم نه کم «محمد هوتک »  په کال ۴۲ـ۱۱۴۱ هجري کښې د دې په اهمیت خبر وو.) (مومند،۱۹۷۶:۵)

د قلندرمومند دا دلیل ښاغلي هميش خلیل داسي رد کړی دی.(دا اعتراض په دغه وجه بیخي غلط دی. چې ګڼی «پټه خزانه» پېرګرافونه لري. د پټې خزانې د آفسټي چاپ نه پس دا بې ارزښته اعتراض هم خپل انجام ته ورسېده او کوم او کوم څیز ته چي پېرګراف وییلې شی هغه د محمد هوتک په «پټه خزانه» کښې نشته) (خلیل،۲۰۱۷:۱۵)

په دې سره دا نقد ډېر په ساده ګۍ سره رديږي خو بیا هم که څوک د همیش خلیل پر دې دلیل قناعت نه کوي او وايي چي «پټه خزانه» په پېرګرافونو وېشل سوې ده نو بیا هم د پټې خزانې پر اعتبار کومه خاصه اغېزه نه شندي. موږ د « قلب السیر » په نامه يو زوړ اثر لرو چي په پښتو اکاډمۍ کي يې قلمي نسخه پرته ده چې په هغې کي د پاراګرافونو استعمال سوی دی. په دې سره دا نقد په بنيادي شکل سره رديږي چی ګویا د پېرګرافو د درلودل له امله باید دا اثر د اوسنی عصر زېږنده وبولو او د جعل ټاپه پر ومښلوو.

د «ځ» توري پر استعمال باندی نیوکه:

(این حرف نودساله چگونه توانست بار بار در شعر یکهزاروسه صد سال پیش امیر کرور رونما گردد؟ (میتوان روآورد به نگاره دستنویس “پته خزانه” و پنج “ځ” نشانی‌شده با دایره سرخ)(۲) شاید امیرو کرور چنین ننوشته بود و کار کار “محمد هوتک” باشد. جاودانیاد عبدالحی حبیبی میگوید: “پته خزانه” یادگار قلمی ۱۷۲۹ است. این سنه خواننده را ۱۵۶ سال پیش از زاده شدن محمد گل مومند/ متولد ۱۸۸۵ میبرد. سر کلاوه چگونه یافت شود؟) (سیاه سنګ،۱۳۹۵،۱۲)

د معترضینو یو د ډېرو سترو نقدونو څخه  دا نقد دی چي د «ځ» توری خو د وزیر محمد ګل خان له په نولسمه پېړۍ کي را مينځته سوې دی نو د دې استعمال په تذکرت الاولیا او پټې خزانې کي څنګه امکان لري. دلته به زه د پښتو د سترو محقیقینو ځوابونه د لوستونکو لپاره راولم چي و دې نقد ته یې ډېر پر ځای او خوندور ځوابونه ويلي دي.

«پټه خزانه فی الميزان» په (۱۷۰ ـ۱۷۲) مخونو کې ليکي: « پوهاند رشاد وايي: د (ځ) اوسنی مروج شکل چې د (ح) پر همزه (ء) کښلي دي، د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی چې وروسته عام شو او په لروبر پښتونخوا کې رواج وموند (۲۸) د فاضل پوهاند دا تحقيق په دې لحاظ ډير اهم دی چې دوی په کوم کتاب کې دا تحقيق کړی دی، د هغه په تاليف کې ورسره په مشرانو کې مرحوم حبيبي او مرحوم بېنوا هم شامل دي او تر اوسه د دې مشرانو له خوا د دې مقالې د دې حصې واضح ترديد نه دی شوی. ځکه نو موږ مجبور يو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليک دود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.(روهي،۲۰۱۹:۲)

که د (ځ) دا توری د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد وي نو د «پټې خزانې» د حقانيت او قدامت د حاميانو په خدمت کې زه دا حقيقت پيش کول غواړم چې وزير محمد ګل خان مومند عين په هغه کال کې پيدا شوی دی، په کوم کال (۱۳۰۳ هـ) چې د پټې خزانې دوهم کاتب «محمد عباس کاسي» خپل کار «باستعجال تمام» خلاص کړی … نو د پټې خزانې په املا کې د (ځ) استعمال د دې نه بغير بل هيڅ تشریح نشي کیدای چې «پټه خزانه» د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسيدو نه پس ته دور کې ليکلی شوی کتاب دی او ځکه نو دا سروپ دروغ دي چې دا کتاب په (۱۳۰۳) کې ليکلی شوی شوی دی.(روهي،۲۰۱۹:۲)
د خيرالبيان په چاپ کې برخه اخيستونکي مهربانان … د کتاب د چاپ کيدو نه پس تر اوسه يعنی تر ۱۹۸۶ ع د فاضل پوهاند رشاد په تحقيق خاموشه پاتې شوي دي او ځکه د خپلې خاموشۍ په وجه يې دا ثابته کړې ده چې دوی ورسره متفق دي … د فاضل رشا دا بيان د «سلطانی ګواه» د بيان حیثيت لري. (روهي،۲۰۱۹:۳)

د دغه اوږده اقتباس نه څرګنديږي چې د ښاغلي قلندر مومند «سلطانی ګواه» هماغه برهان قاطع دی يعنی د ده په عقيده همدغه يو دليل کافي دی چې «پټه خزانه» يو جعلي اثر وګڼل شي. ما وويل چې د «سلطانی ګواه» موندل ډير مشکل کار دی. په پورتني مثال کې دغه پوښتنې راولاړيږي:
۱ ـ فاضل استاد پوهاند رشاد په رښتيا لوی عالم او ستر محقق دی. آيا دا ناممکنه ده چې عالم دې هم کله کله اشتباه وکړي؟

ما د «وفا» په جريده کې ولوستل چې استاذ خپله خبره تيروتنه ګڼلې ده. يو رښتوني محقق ته نه ښايي چې د مشهورو عالمانو خبره د کاڼې کرښه وبولي، حتی د کاڼي کرښه هم ويجاړيږي.

۲ ـ ښايي ارواښاد محمد ګل خان مومند د (ځ) ليکدود خپل ایجاد بللی وي، خو وروسته داسې آثار لاس ته راغلل چې د وزير محمد ګل خان له زيږيدو نه مخکې ليکل شوي وواو (ځ) يې په همدغه بڼه ليکلی و. د دې خبرې معنا دا نه ده چې د ارواښاد وزير صاحب به هغه آثار ليدلي وي، کیدی شي دغه يو توارد وي.

۳ ـ د يوې موضوع په باب څه نه ليکل او خاموشه پاتې کيدل د اتفاق معنا نه لري. د پښتنو ځينو مشرانو، لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی او وزير محمد ګل خان مومند پر ليکدود باندې ما پخپله کوم انتقاد نه دی ليدلی خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې پوهانو د هغوی ليکدودونه منلي دي. ښاغلی قلندر مومند وايي: «نو مونږ مجبور يوو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليکدود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.»تاسې مجبور نه يئ چې دا د افغانستان متفق موقف وګڼئ.

۴ ـ د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکي «سلطاني ګواه» غلط ثابت شواوس بايد بل «سلطاني ګواه» پيدا کړي. (روهي،۲۰۱۹:۴)

د اصلي او جعلي اثر د تشخیص د پاره باید ټول کتاب په مجموع کې د زمان او مکان سره په ارتباط کې وڅېړل شي. که څه هم په دې برخه کې ځينې اصول او موازین شته، خو د نقاد د لياقت او فراست د تشخيص په برخه کې مهم رول لوبوي. د کتاب نوم، رنګ او کاغذ، املا، ژبه (لغات، ترکیبونه د جملو جوړښت، سبک style )،محتوا او مضمون (مفکورې، ارزښتونه، عقايد، د تمدن سطح) د خپل وخت او چاپيريال له متداولو معيارونو سره سمون خوري؟ دا ډول پوښتنې مهمې دي، بايد ميخانيکي شکل هم و نه لري.

د مثال په توګه خوشحال خټک ځينې ډيرې لوړې مفکورې درلودې چې د ده د عصر نه اوچتې وې. نو که څوک د خوشحال بابا «سوات نامه» يا «دستار نامه» د خپل عصر له معيارونو سره وڅېړي نو کیدی شي چې ليکونکي نوی سبک ايجاد کړی وي، يا يې له ځانه جوړ کړي لغاتونه استعمال کړي وي.(روهي،۲۰۱۹:۴)

ښاغلي معصوم هوتک هم د دې نقد ډېر اوږد ځواب ویلی دی چي دلته يې زه په لنډ ډول را اخلم چي آيا (ځ) د وزیر محمد ګل خان اختراع ده که پخوا هم د ګرافیمموجود وو. ( زما د څېړنې د له مخې د «ځ» اوسني مروجه بڼه د وزیر محمد ګل خان مومند ایجاد نه دئ او زما سره د وزیر صاحب مرحوم تر زېږيدو شل کاله مخکي د «ځ» توري د اوسني شکل چاپي اسناد سته چي خپله څېړنه درنو لوستونکو ته وړاندي کووم. د «ځ» توري به باب د طلوع افغان د ۱۳۱۷ش کال د حمل د اووه ویشتمی نيټې په ګڼه کي لولو دا شبږ کاله چي طلوع افغان پښتو سوې ده موږ یو ډول املا چی پښتو مستنده املا ده غوره کړې ده. خو په ۱۸۶۶م کي يو کتاب د «نصاب افغاني» په نامه د پېښور په جېل مطبعه کي چاپ سوی دی چي د وزیر محمد ګل تر زېږېدو شل کاله مخکي نېټه ده د (ځ) توری د نن ورځی په مروجه شکل سره راغلې دی. بېلګه يې را اخلو: حرف څ قریب المخرج است با زای منقوطه لیکن به ثقالت تلفظ زای منقوظه نیز جایز است چون څای،زای به معنی جای و څار «زار» به معنی فدا. اګر چه صورت خطی حرف اول و حرف دویم در اکثر کتب افغانی یکسان دیده شده است مګر اینجا فرق کردن ضرور آمد تا خواننده تشخیص دهد مابین هر دو حرف و نیز در کتب شعرا قوم ختک که د سنه یازده صد هجری نوشته شده این طور به نظر آمده یعنی بجای سه نقطه یک همزه نوشته شده با اینصورت «ځ» و در این صورت دویم مقرر ګشت.» په پورتني توضیح کي وینو چي د (ځ) شکل د افغاني مولف محمد اسماعیل ایجاد هم نه دی بلکي ده د خټکو د لیکدود به پیروۍ دغه شکل غوره ګڼلی دی.) (هوتک، ۱۹۹۶:۸۶)

یو بل دیوان هم په (۱۹۳۲م) د لاهور په مسلم پرنټنګ مطبعه کي چاپ سوې دی چي د (ځ) د توري ګرافیم يې د ننني ګرافیم په څېر دی. دا دیوان د وزیر ګل محمد مومند تر پښتو سیند او د پښتو ژبې لیار پنځه شپږ کاله مخکې چاپ سوې دی. بل اثر د ابو سعید احمد خان «ګل کوهي» یا  «د غره ګل» چي ابو سعید فضل احمد خان د پېښور د مردان د سر دهیرې یو حساس او پر پښتو مین پښتون وو. ګل کوهي په ۱۹۳۰م د بمبی په خلافت پريس کي چاپ سوی دی. چي دا هم تر « د پښتو ژبې لیار» او پښتو سیند اته یا نه کاله تر مخه چاپ سوې دی.

د دې ټولو اسنادو او مدارکو پر بنیاد د معتریضینو دا اعتراض ته چي دوی فکر کاوه چي هیڅ وخت به د دې ځواب د پټې خزانې د اصالت مننونکي او پلویان ور نه کړای سي. د پښتو ژبې د څوکيدارانو له خوا پس له نه ستړي کېدونکي تحقیق او څېړنې ځواب سوه. او د داغه نقد په علت تر ډېري مودې په بهر کي هم د پټې خزانې رښتیا او درواغ تر سوال لاندي وو. خو د وخت څېړونکو ملا وتړل او د خپلي ژبې او د ښاغلي حبیبي وزن او اعتبار يې وساتی.

د هېواد يا ایواد معنی څه وه؟

د بعضو معتریضینو په اند به پخوانیو متنو کي د «هیواد» د کلیمې د «لرې» معنی شندل او په معاصره زمانه کي په پښتو کي د دې معنی د وطن له پاره استعمالیږي. امير کړوړ په دې بیت کي چي دی وايي:

زما د بریو بر خول تاویږي هسک په نمنځ او په وياړ

د آس لسوو مي مځکه ریږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم «ایوادونه» اوجاړـ له ما اتل نسته

(هوتک،۲۰۱۶:۵۵)

په دې وياړنې کي چي په سنه ۱۳۹ه کي امیر کړوړ د امیر پولاد زوی ویلی وو د «ایواد» د کلمې ذکر د وطن يا وطنو په معنی راوړل سوې ده. چي د منتقیدونو په اند دې کلمې په لرغوني پښتو کي د لرې او دور دسته مانا شندل او د «وطن» په معنی په نولسمه او شلمه پېړۍ کي مروجه سوه. نو د امیر کړوړ په ویاړنې کي د دې کلمې استعمال د نولسمي پېړۍ په معنی د دې ویاړنې او د پټې خزانې لرغونتوب تر سوال لاندي راولي. اوس به موږ وګورو چي د منقیدونو دا وینا تر کومه حده معقوله او د منلو وړ ده.

د پير محمد کاکړ دا شعر به ملاحظه کړو چي د هېواد کلمه یې په کومه معنی کارولې ده.

د بيلتانۀغمونو تنګ کړم په وطن کښي

لکه څوک په بل «هېواد» کښي وي دوساغ

(بیتاب،۲۰۱۶:۷)

دلته د «هېواد» د کلمې معنی په یقیني طور سره د وطن په معنی ده او که يې څوک په بله معنی وکاروي دا بیت به بالکل خپله معنی د لاسه ورکړي.

 شمس الدین کاکړهم په دا بیت کي «هېواد» په هم دې معنی کارولې ده

په هوا ئې د کشمير د تورو سترګو

لۀ زړۀ اوويسته نيازمن د خپل هېواد

 (بیتاب،۲۰۱۶:۷)

دلته هم که موږ د «هېواد» کلمه د لیري په معنی استعمال کړو، بیت خپله معنی په کلي شکل سره د لاسه ورکوي او بی معنی کیږي. د وطن د معنی سره پوره مطابقت ښيي.

د حنان بارګزی و دې بیت ته مو توجو را اړووم.

خواست پروخت باندي کوه د نو خطانو

مسافرد بل هېواد په زړۀ نری وي

(بیتاب،۲۰۱۶:۷)

پير محمد په بل ځای کي د خپل وطن د مه رخانو د بې نیازۍ او بې غورۍ څخه تنګ سوی دی او داسي وایي:

د بې نیازو د به دیار کښې څګر خون شوم

پیر محمد خکه هوا د بل هېواد کا

(خلیل،۲۰۱۷:۹۶)

شمسالدین کاکړخپله خوشحالي په وطن کي ښوولې ده او داسي وايی:

و هر چاو ته يې خپل وطن کشمیر کړ

ځکه زه یم همیشه به خراسان خوښ

(خلیل،۲۰۱۷:۹۷)

د «صدیق» دغه بیت هم د سند په دول راوړو:

لري ملک ته په وروتله کله په کار دي

له هېواده درومي کور ته کاروان ژر ژر

(خلیل،۲۰۱۷:۹۷)

د امیر خان هجري دا دوه بیتونه هم زموږ استدلال ته لا قوت ورکوي:

بې له تا کله لرم د زړه مراد څوک

که نزدې دی یا که لرې به هېواد څوک

(خلیل،۲۰۱۷:۱۰۲)

زه چی جدا شوی په هېواد له خبل دلدار يم

ګرځمه کړېږم بې طبیبه زه بیمار یم

(خلیل،۲۰۱۷:۱۰۳)

اوس به نو د پښتو ژبې یو څو زړې ټپې د اسنادو په شکل راوړو:

زړګیه چوې که پاته کېږې

اشنا مقام ونیو په لرې هېوادونه

او بله ټپه داسي ده:

چي همدم په دم قدم دی

نصیب دېره کړمه په لري هېوادونو

د دې ټولو بیتونو او اشعارو څخه چي زموږ د کلاسیکي دورې وتلي شاعرانو ویلي او د «هېواد» کلمه يې د وطن په معنی کارولې ده معلوميږي چي «هېواد» پخوا هم د وطن په معنی کارېدل.په دا شان ډېر نور داسي مدارک سته چي د معترضینو دا ادعا چي ګویا دا کلمه په زړو متنو کي يوازي د لرې معنی شندل،خامه کړې ده. او په دي سره يې هغه شکوک چي دا انتقاد يې لامل وو هیسته کړي دي.

     پايله                                                          

پر پټې خزانې ډېرو پوهانو د شکوکو اظهار کړی دی. او ډېریو نورو پوهانو  پس له ژورو تحقیقاتو او څېړنود یو با ارزښته زاړه او لرغوني اثر په حيث تاُیید کړی دی. دا مباحثه لکه د ژمي چای کله سړه يي او کله توده. کله د قومي بغض پر بنیاد، کله د سیاسي موقف پر بنیاد او کله د سمت او دوو خواوو (لر او بر) پر بنیاد د پټې خزانې مسُله تودیږي. د دې ټولو تر څنګ باید دا هم ووایو چي بعضي پوهان خپل اندونه او پوښتنې د علمي تلوسې له امله هم ظاهروي خو متاُسفانه دا ډله خلګ ډېر لږ دي. پورته چي کوم انتقادات زموږ د محقیقینو د خواریو او څېړنو د استناد په مرسته رد سوه، دا ښيي چي دې ټولو انتقاداتو کوم پوخ او عمیق علمي بنسټ نه درلودی او د افغانستان د انارشۍ څخه په سویه استفادې دا اعتراضات سوي وه. معترضين په دې اند وه چي ګواکي په دې اړودوړ کي به څوک د دې تکل کوي چي د دې پوښتنو د ځواب ویلو له پاره خپل قیمتي وخت خاوري کړي، خو خوشبختانه د دوي دا فانتزي لاهو سوه او پښتو میینو محقیقینو د دې مغرضانه نقدونو غاښ ماتونکي ځوابونه د اسنادو او قوي مدارکو په بنسټ ورکړ.زما دې مقالې د ټولو پوښتنو د ځوابولو ګنجایش نه درلودی د اتو اساسي نقدونو ځوابونه مي پکښي را نغاړلي دي. که خدای ژوند او توفیق را کړ بله مقاله به مي د غوریانو او خلجیانو« غلځیانو» په اړه وي.

(Visited 76 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.