یوازې زموږ ځوانان نه دي چې په ولور ګټلو پسې یې ږیري سپینې شوې او یوازې زموږ پیغلې نه دي چې د مینې له‌پاره یې لا هم د کلتور او نورو په نومونو خولو ته قفلونه اچولي دي، نور خلک هم شته.

خبره دا ده چې په چین کې د یوه اولاد د درلودو پالیسۍ له کبله اوس د هرو ۱۱۸ ځوانانو په سر ۱۰۰ نجونې رسېږي.په دې مانا چې هلته اوس د نجونو کمی دی او همدا چاره لامل شوې چې ولور د اسمان شنو ته پورته شي.
دا ستونزه خو په ښارونو کې لږه حل شوې، خو په کلیو او لېرې پرتو سیمو کې بیا په سردرد بدله شوې ده.

هلته اوس له پیسو سربېره، سره زره، د کور قیمتي لوښي او نور د جهیز او ولور په نوم اخیستل کېږي چې نه یې ځوانان پوره کولای شي او نه یې هم نجونې خپلو هیلو ته رسېږي.

اوس هلته ولور دومره پورته شوی چې د لس لکه افغانیو معادل دی او ویره شته چې لا هم پورته ولاړ شي.
دې چارې چیني حکومت هم اندېښمن کړی دی.

سرخط ورځپاڼه