The news is by your side.

سېلاب ځپلو سره؛تر ملي ځواک پرته بلې کومې دولتي ادارې مرسته نه ده کړې

0

په کندهار کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې له وړمې شپې راهیسې د کندهار د مرکز په ګډون په څو ولسوالیو کې سخت ورښتونه شوي او په ځینو برخو کې یې له امله سیلابونه هم راوتلي دي. د کندهار ځایي چارواکي وايي چې په پېښه کې تر دې دمه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. په ورته وخت کې داسې راپورونه خپاره شوي چې افغان ځواکونو تر ۱۲سوه پورې ملکي وګړي ژغورلي دي. ځايي خلک او له سیلابونو زیانمن شوي وګړي وايي چې تر دې دمه حکومتي ادارو او موسسو هېڅ راز مرسته نه ده کړې، یوازې افغان ځواکونو د خلکو په ژغورنو کې برخه اخیستې ده. د کندهار د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي وایي چې دوی تر خپلې وسې پورې د خلکو د ستونزې په حل کې هڅه کوي.

(Visited 60 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.