The news is by your side.

ناټو: له افغانستانه د ځواکونو وتل له سولې سره تړلي 

0

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس سمرمن وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د افغان سولې پروسې له بریا سره تړلی دی.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، لومړی باید په افغانستان کې د سولې روانه پروسه بریالۍ او بیا دې د سولې اړوند هوکړه‌لیک د عملي کېدو لپاره پر تضمین بحث وشي چې نړېواله ټولنه په‌ دې برخه کې اغېزناک رول لوبولای شي.
هغه وايي، تراوسه ورته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو امر نه‌دی شوی. نوموړي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته په اشارې وویل، نوموړی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره نه، بلکې د افغان سولې بریا لپاره کار کوي.
نوموړي د افغان سولې پروسې برخه کې د پاکستان د رول په اړه وویل، ګاونډي هېوادونه باید پوه شي چې یو باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.

(Visited 76 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.