The news is by your side.

د اوسنۍ کشالې حل؛په هېواد کې جنګ که سوله وشي؟

0

زبير افغان_
په شریعت کې د هر عمل لپاره ځينې واړه او غټ شروطونه شته چې د هغو په له منځه تلو یا ختمېدو مشروط هم ختمېږي. جنګ ته د یوې ټولنیزې پدېدې په حيث زیات شرایط ښودل شوي ځکه چې زیان يې تر نورو زیات دی او قتال په شریعت کې یوازي يو وروستی اپشن دی، اسلام کې اصل دا دی چې قتل یوازې په دفاعي حال کې کېدای شي نور وختونه د قتال جواز نه‌شته.
په عمومي اصطلاح جهاد او خاص قتال په اسلام کې ځانګړي احکام لري، شرایط يې ټاکل شوي دي او په اړه يې د ځانګړو لارښوونو تر څنګ د رسول الله عملې سنت هم د دې ځانګړې او بشپړه تشریح کوي.
که یو جنګ له لویه سره د قتال له اسلامي تعریف سره اړخ نه لګوي، احکام يې پرې نه صادقېږي او له قراني او نبوي ارشاداتو سره سمون و نه لري؛ نو هغه جنګ ته اسلامي صبغه څنګه ور کړو او ولې يې ور کړو؟
په اسلام کې د جهاد لپاره یوازې دا اړینه نه ده چې ستا سیمه دوښمن در څخه نیولې ده، که یوازې دا کافي وای؛ نو رسول الله اصحابو ته د هجرت اجازه ور کوله، خو د جنګ اجازه يې ور نه کړه، حبشې ته دوه ځله اصحابو هجرت وکړ، قتال يې پيل نه کړ، د عمار مور او پلار د مکې مشرکانو له لوري ووژل شول، مګر بیا هم قتال ته اجازه ور نه کړل شوه، د مهاجرو اصحابو مالونه به ضبط کېدل بیا هم قتال شروع نه شو، هغه مهال چې رسول الله د مدینې له مشرانو د ملګرتیا کلکه ژمنه واخیسته، هغوی ځای ورکړ، له ولس سره يې مشوره وکړه، د مدینې مشرانو پر رسول الله دا شرط ایښی وو چې تر بریا وروسته به له مدینې مکې ته ستنېږي، رسول الله «ص» هغوی ته دا ژمنه ور کړه چې همالته به پاتېږي.

تر دې ټولو کارونو وروسته رسول الله مکي اصحاب مدینې ته په هجرت کولو امر کړل، د بعثت په ۱۳ کال چې رسول الله هم مدینې ته ولاړ او هلته له مېشتو یهودو سره يې د سیاسي اتحاد تړون وکړ، بیا يې د مکيانو پر ضد د دفاعي قتال اجازه وکړه.

زموږ د هېواد په روان جنګ کې د رسول الله د قتال څو شرطونه پوره دي؟ د هېواد له څو سلنه خلکو سره په دې اړه مشوره شوې ده؟ قران کریم د مسلمانانو د اجتماعي چارو په اړه وايي چې د مشورې له مخې به وي، خو زموږ د هېواد په کچه چارې د یو څو کسانو په لاس کې دي!

رسول الله «ص» په مدینه کې له شل سلنه یهودو سره د مدینې د ساتنې لپاره سیاسي اتحاد کوي، مګر زموږ په هېواد کې جنګي ډلې له ګاونډيو هېوادونو سره سیاسي، نظامي او د مالي تمویل اړیکې ساتي، خو هيڅ ډول تړون يې تر منځ نه کېږي او نه‌شته. ګاونډي هېوادونه هر وخت هغوی د هېواد عام المنفعه تاسیساتو خلاف استعمال کړي دي، د خپلو ګټو لپاره يې کله پر یوه زبر ځواک خرڅ کړي او کله پر بل، کله يې ازاد کړي دي او کله يې بندي کړي، ځينې وختونه يې د غرب پر سترخوان ماړه کړي او بل وخت يې د شرق سترخوان ته رابللي.

که عقلاً د جنګي ډلو او ګاونډي هېوادونو پرتله وکړو؛ نو هغوی په هیڅ صورت یو د بل انډول نه‌شې کېدای، یو لورته یوازې یوه جنګي ډله ده چې نه يې ټاکلی ځای تر واک لاندې دی، نه یې ټاکلی نظام شته، نه ټاکلی قانون لري، نه اقتصاد لري، نه معینه سیاسي رهبري، نه له نورې نړۍ سره اړیکې لري او نه څوک ورته خوشبین وي، خو بل خوا یو منظم دولت وي چې قوي پوځ لري، زموږ تر جغرافيې لویه جغرافیه يې تر واک لاندي وي، پياوړي استخبارات لري، ځانګړی داخلي او بهرنی سیاست لري، د ښه اقتصاد خاوندان دي، له دې ټولو سره هغوی زموږ له هېواد سره د ځمکې، اوبو او ځینو نورو مسالو پر سر شخړه شته، دوی موږ یو ځل ازمویلې هم دي، هغه وار يې زموږ ملت د یوه لړم په شان وچیچي او هيڅ فایده مو ترې و نه کړه؛ نو اوس بیا ولې هماغه ازلي دوښمن انتخاب شي؟ رسول الله «ص» وايي، مومن دې دوه ځله له یوه غازه نه چیچل کېږي، مګر زموږ جنګي ډلې تاریخ، تجربې، عقلي او نقلي دلایل ټول شاته اچوي او په وچه سپين سترګي د یوه ازلي دوښمن غېږي ته له هر ډول ټاکلو اصولو پرته ځان ور اچوي او بیا خپل بغاوت ته د جهاد او اسلامي قتال نوم ور کوي!!!

یو بل مهم ټکی دا هم دی چې د هېواد په سطحه دیني عالمانو له روانه جنګه شرعي صبغه منفي کړې او هم د اسلامي نړۍ په کچه دا کار دیني عالمانو کړی دی، تر دې وروسته کوم دلایل پاتېږي چې د نیابتي جنګ ډلې ټپلې خپل ناروا جنګ ور باندي توجیه کړي؟ رسول الله پر هغه سیمه د قتال امر نه ور کاوه چې اذان به ترې پورته کېده، خو دوی په مساجدو کې چاودنې کوي، پر لمانځه باندي ولاړ سرتېري جومات کې وژني، رسول الله د عبد الله بن حقیق یهودي د وژلو د ترور امر ور کوي، خو هدایت کوي چې له ده پرته باید بل کس ته زیان و نه رسوي او همداسي کېږي، مګر زموږ د وخت ترهګر په هره چاودنه کې افغان ملکي او دولتي کسان وژني، خو د دوی د اصلي داعيې له مخې خارجي په ذره بین هم نه پکې ښکاري، دا شرعي جنګ دی؟ او اصلاً د خارجیانو د ایستلو لپاره پيل شوی دی؟

نن چې زموږ ملت د جنګ له امله په سختو شرایطو کې دی، موږ به جنګي ډلو ته تر هر ډول جرمونو ورتېر شو، خو چې نور د بل له منګولو ځان خلاص کړي او په هېواد کې د یوې تل پاتې سولې لپاره د ملت ږغ ته لبیک ووايي او عملاً د دې ملي او دیني ږغ ملاتړ وکړي.

په جنګ کې انسان وژل کېږي، مالونه مصرفېږي، ودانۍ تخریبېږي او ارزښتونه سپکېږي، سوله کې انساني ژوند خوندي کېږي، د مال له مصرفه مخنیوی کېږي، تخریب نه وي او د ارزښتونو احترام زیاتېږي، مګر زموږ مکار ګاونډیان ۴۰ کاله جنګ ته خلګ پاروي اما یوه ورځ يې سولې ته نه هڅوي! له دې باید وسله‌والې ډلې دا درک کړي چې ګاونډیان زموږ د جهاد یا قتال غم نه دې اخیستي، بلکي زموږ د ملت او وطن دوښمني کله تر یوه نوم او کله تر بل نوم لاندي پټوي، ځکه د همدې ډلې خلاف د جنګ لومړي توغندي او طیارې هم د دې ګاونډي له پولو را تېر شول او دلته يې د افغانانو کورونه وران کړل، ګاونډیان له لویه سره ارامه ورځ نه غواړي، ځکه ارامتیا مو پر خپل ځان بسیا کوي، د خپل انسان، خاورې، اوبو او د حساب فکر را سره پيدا کېږي او دوی له همدې ځایه ډارېږي.

(Visited 112 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.