The news is by your side.

اجراییه رییس: نظام باید د سولې قرباني نه شي

0

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو ته هم خوشبیني او هم اندېښنې شته دي. عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، افغانان د روانو مذاکراتو په اړه هم هیله مندي‌ او هم داچې ځینې برخې خلکو ته روښانه نه دي اندېښنې لري. عبدالله وویل چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د روانو خبرو یوه برخه د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابرول دي. د هغه په خبره که چیرې د افغان حکومت، افغان سیاسیون او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره شي د (افغانستان د اسلامي جمهوریت) له نظام نه باید په کلکه دفاع وشي او معامله ورباندې ونه شي.

(Visited 49 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.