The news is by your side.

اروزګان کې د پستې او بادامو ۳۶۷ جریبه بڼونه جوړېږي

0

د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بدیل معیشت پروګرام د برنامې پر اساس، په دغه ولایت کې د پستې او بادامو د ۳۶۷ جریبه نويو بڼونو د جوړولو لړۍ رسماً پیل کړې ده. په دې لړۍ کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې ۱۰۰جریبه د پستې بڼوڼه او ۲۶۷ جریبه د بادامو نوي بڼوڼه جوړېږي.

د یاد ریاست په خبره، د دغو بڼونو د جوړولو په پار،  پر ۲۷۸ بڼوالو د پستې او بادامو نیالګي هم وېشل شوي دي.

د یادونې ده چې سږ کال د افغانستان د وچې مېوې له ډلې، پستې تر بلې هرې مېوې زیات د بهرنیو پېرېدونکو پام ځانته اړولی و.

د اروزګان د کرنې ریاست هلې ځلې کوي چې د پستې، بادامو او نورو مېوه لرونکو بڼونو په ترویج سره، د کوکنارو د کرکېلي مخه ډب او بزګرانو او بڼوالو ته ښه عاید لرونکې مېوې وروپېژني.

(Visited 162 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.