The news is by your side.

ارګ: د سولې خنډ د افغانانو پر وړاندې د طالبانو جګړه ده

0

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې په روانه پروسه کې د رامنځ‌ته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
سرچینه زیاتوي، افغانان او او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ دا اعلامیه له هغه څو ساعته وروسته خپره کړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډېوېد ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي. ‌

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.