The news is by your side.

ارګ: د طالبانو رهبري د پردیو واک کې ده او د هغوی په لار ښوونه افغانان وژني

0

ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د تېرې شپې ټراکټور بم برید غندلی دی

له ارګه خپله شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زموږ د خلکو او هیواد پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی.

خبرپاڼه کاږي، دغه ډله او د هغې رهبري له افغانستان څخه بهر د پردیو کړیو په واک کې ده او د هغوی په لارښوونه زموږ هیواد ورانوي او زموږ خلکو ته زیان رسوي.

ولسمشر همدا راز د هېواد په مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو بریدو شنډېدو ستاینه هم کړې  ده.

هغه ویلي، طالبان هیڅکله زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقابلې وړتیا نه لري، نو له همدې وجې بزدلانه تروریستي بریدونه ترسره کوي.

ولسمشر همدا راز لار ښوونه کړې چې د برید ټپیانو ته دې عاجله رسېدګي وشي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په ګرېن ولیج کمپ د تېرې شپې ټراکټور بم برید کې، ۱۶ تنه وژل شوي دي او له سلو زیات ټپیان دي.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.