The news is by your side.

ارګ: مالیې وزارت دې سېلاب ځپلیو ته مالي سرچینې چمتو کړي

0

ولسمشر اشرف غني مالیې وزارت ته امر کړی چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره مالي سرچینې چمتو کړي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ولسمشر د سېلابونو له زیانمنو خلکو سره د مرستو د سمون لپاره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزیر نجیب‌اقا فهیم په مشرۍ د سوق او ادارې د یوه مرکز د جوړېدو امر هم کړی دی.
چارواکیو ویلي چې سېلابونو په فراه، کندهار، زابل او هرات ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولي او په نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.