The news is by your side.

افغانستان کې له وروستیو تحولاتو د هند اندېښنه

0

دوشنبه، د زمري میاشتې ۱۴ مه: هندوستان ټایمز’  د (په افغان ستره لوبه کې نوی څپرکی) تر عنوان لاندې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې پاکستان ته پکې ګټه رسېږي، امریکا یوه سټراټيژيکه ماته مدیریت کوي او هند باید له-وړاندې-عمل-کوونکې (proactive) واوسي.

مطلب کاږي، طالبان پدې ښه پوهېږي چې د دوی د دوران راهیسې کابل ډېر بدل شوی دی. نه ډېری افغانان او نه هم ستر قدرتونه د طالبانو په اصطلاح اسلامي امارت نه مني. ابهام دلته دی چې آ‌یا طالبان به د افغانستان په راتلونکې حکومتولۍ کې څومره له اسلامه په خپل تعبیر او تفسیر ټینګ ودرېږي. سربېره پر دې، د طالبانو او داعش د جګړې سره سره په افغانستان کې جرمونه هم یوه ستره ملي مسله ګرځېدلې ده.

مطلب بیانوي، که چېرې د سپټمبر ۲۸مې ولسمشریزې ټاکنې رڼې ترسره شي، طالبان به بیا هم نوی ولسمشر ډېر جدي ونه نیسي او پر مؤقت حکومت او ترتیباتو به ټینګار کوي.

مطلب په پای کې بیانوي، چې د هند ډپلوماسۍ باید له-وړاندې-عمل-کوونکې وي او د خپلو ملي ګټو د خونديتابه په پار باید د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره یې وپالي.

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.