The news is by your side.

افغان حکومت تمه لري چې د سولې موافقه له نهايي کېدو وړاندې ورسره شریکه شي

0

 یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه

عرب نیوز” خبري آژانس راپور ورکوي افغان حکومت تمه لري چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه به د لاسلیک لپاره له نهايي کېدو وړاندې له افغان حکومت سره شریکه شي.

دا خبرې د ولسمشر اشرف غني ویاند، صدیق صدیقي، عرب نیوز ته کړې دي.

ښاغلي صدیقي بیان کړې، دوی نشي ویلای چې هوکړه به کله لاسلیک کېږي، او دا چې د [بهرنیو] پوځیانو وتل به د شرایطو پر بنسټ وي، نه د هغه مهالوېش پر بنسټ چې طالبان يې ټاکي.

دی وايي: “د ځواکونو راکمول به د شرایطو پر بنسټ وي، د ترهګرو ګواښ لاموجود دی او موږ باید یوځای د خپل ګډ امنیت لپاره او د نړۍ په پلازمېنو کې د سترو ترهګریزو بریدونو د مخنیوي به موخه له دې ګواښونو سره مبارزه وکړو.”

دی زیاتوي، موږ باید ترهګرو ته په افغانستان کې پناه ځای ورنکړو، او په همدې تړاو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره او هدفمند ملاتړ په موخه د ځينو [بهرنیو] ځواکونو شتون زموږ د بریان لپاره کلیدي رول لري

(Visited 38 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.