The news is by your side.

اقتصادي کارپوهان: د پاکستان اقتصادي وده صفر ده

0

اقتصادي کارپوهان: د پاکستان اقتصادي وده صفر ده، سخت به پوروړی شي

پاکستاني اقتصاد پوهان وایي، اوسمهال د پاکستان اقتصادي وده له صفر سره ضرب ده او په راتلونکو دوو کلونو کې به سخت پوروړی شي. د پاکستان د اقتصاد پخواني وزیر حفیظ پاشا ویلي، پاکستان اوسمهال د قرضو په اخیستلو هیڅ صرفه نه ده کړې او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به یې د پور کچه ۱۲۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي چې بیا به یې پرې کول ورته ډېر ستونزمن شي. دې نېشن ورځپاڼې په خپل راپور کې د پاشا له قوله د پاکستان د راتلونکو دوو کلونو اړتیا ۶۶میلیارده ډالر ښودلې ده. هغه وایي پاکستان ښایي د ځان چلولو لپاره کوچنۍ قرضې له خصوصي بانکونو او لویي هغه بیا له چین، عرب اماراتو او سعودي نه تر لاسه کړي. په ورته وخت کې یو بل کارپوه حسن علي د پاکستان اقتصادي وضعیت خورا خراب بللی دی او زیاته کړې یې ده چې په راتلونکې کې به یاد هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.