The news is by your side.

امريکا د ايران د تېلو پر شرکت بنديزونه ولګول

0

د امريکا د خزانې وزارت د «پي‌جي‌پي‌ای‌سي» په نوم د ايران د تېلو پر یوه شرکت او د دغه شرکت پر ۳۹ نورو تابع شرکتونو او بهرنیو پېرودونکیو بنديزونه ولګول.
دا شرکت د ایران له پټرولو د تصفيې د څلوېښت سلنه برخې ظرفیت لري او د پټرولو د تصفيې پنځوس سلنه صادرات یې له همدې شرکته دي، خو د امریکا دا اقدام د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې واشنګټن غواړي پر تهران فشار راوړي، څو مذاکراتو ته غاړه کېږدي.
د امريکا د خزانې وزارت اعلاميه لیکي، یاد شرکت له یوه بل شرکت سره مالي مرسته کوله چې د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو تر کنټرول لاندې دی.
تر دې وړاندې امریکا او ایران پر یو بل ورته بندیزونه هم لګولي وو، خو امریکا په وروستیو کې پر ایران سخت بندیزونه لګوي، څو د ۲۰۱۵م کال د اټومي هوکړې ترڅنګ یې د نورو ګډو مسایلو په اړه خبرو ته چمتو کړي.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.