په افغانستان کې د امریکا سفارت او د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د کابل نننی ځانمرگی برید وغنده.
د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټویټر لیکلي، په نښه شوې ادارې له مدني ټولنو سره مرسته کوله، ژورنالېسټان یې روزل او د افغانانو ملاتړ یې کاوه.
هغه د دې پېښې د غندنې تر څنگ له افغان امنیتي ځواکونو مننه کړې چې پر وخت یې بریدگرو ته ځواب ویلی دی.
په ورته وخت کې یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دې برید کې ملکیان په نښه شوي دي.
په کابل کې د ایمېرجنسي روغتون کارکوونکي وایي، د پېښې له ځایه ورته ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دې پېښې مسوولیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
(Visited 30 times, 1 visits today)