The news is by your side.

امریکا: ایمن الظواهري په پاکستان کې پټ شوی دی

0

امریکا وایي د القاعده شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري د پاکستان په خاوره کې پټ دی. د امریکا استخباراتي ادارې یا سي ای اې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې د القاعده شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په خاوره کې پټ دی. تر دې وړاندې هم په وزیرستان کې د هغه د موجودیت په اړه راپورونه خپاره شوي وو. پاکستان بیا د هغه د موندلو لپاره عملیات پیل کړل، خو وروسته یې وویل چې دغه عملیات بریالي نه وو. د امریکا استخباراتي ادارې ویلي چې په دغه ډله پورې اړوند ۴۰۰۰ زره جنګیالي په یادو شوو سیمو کې فعالیت کوي. پاکستاني حکومت تر اوسه د امریکا ددغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.