The news is by your side.

امریکا د کډوالو د ماشومانو تعلیمي پروګرامونه درولي

0

د ټرمپ ادارې هغو غیر قانوني کډوالو ماشومانو ته تعلیمي پروگرامونه ځنډولي چې د امریکا حکومت یې مالي ملاتړ کاوه. حکومت وایي کومې ادارې چې امریکا ته له مور پلار پرته ورغلي ماشومان ساتي د تعلیمي اخراجاتو له اړخه له سختو ستونزو سره مخ دي. د کډوالو ماشومانو د ساتنې ادارې له کانگرس ٢.٢ ملیارده ډالر غوښتي چې د ماشومانو د سرپناه ساحه پراخه کړي. حکومت بیا له دغې ادارې غوښتي دي څو هغه خدمات دې وځنډوي چې د ماشومانو په ژوند او خوندیتوب اثر نه کوي. واک ته له رسېدو سره سم ټرمپ د کډوالو پر وړاندې جدي اقدامات پيل کړي دي. په وروستیو ورځو کې یې پر مکسیکو غږ کړی چې یا دې امریکا ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي او به د واشنګټن بندیزونه زغمي.

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.