The news is by your side.

امریکا سره تر ناکامه خبرو وروسته؛شمالي کوریا بېرته د مزاییل جوړولو مرکزونه رغوي

0

شمالي کوریا له امریکا سره تر ناکامه خبرو وروسته د مزاییل جوړولو مرکزونه له سره رغوي. هغه انځورونه چې د رسنیو لاس ته ورغلي دي ښیي چې شمالي کوریا یو ځل بیا د خپلو اټمي مزاییلو جوړولو مرکزونه له سره رغوي او خپلو ازمیښتونو ته دوام ورکوي. پیونګ یانګ دا کار وروسته له هغه ترسره کوي چې په ویتنام کې یې له امریکا سره وروستۍ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. ویل کېږي چې دا انځورونه هغه سټلایټ اخیستي دي چې له واشنګټنه کنټرولېږي. دا موضوع وروسته له هغه رابرسېره کېږي چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر کېم جونګ اون سره په ویتنام کې ولیدل. که څه هم امریکایي لوري وویل چې دا خبرې ګټورې وې او دواړه مشران د بیا ځل لیدو په تمه دي خو د شمالي کوریا له تازه اقداماتو ښکاري چې دوی نه غواړي له امریکا سره په همدې تړاو بیا خبرې وکړي.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.