The news is by your side.

امریکا پر هند ۲۴ جنګي چورلکي پلوري

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر هند د ۲۴ جنګي چورلکو پلورلو منظوري ورکړې ده. دا چورلکې چې خورا پرمختللې بلل شوې دي پرې دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالر لګښت راځي. هند په داسې حال کې له امریکا دا چورلکې اخلي چې په دې وروستیو کې یې له ګاونډي پاکستان سره اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. راپورونه وایي دا چورلکې چېMH-60R نومېږي ډېرې وړتیاوې لري. ویل کېږي چې دا به د هند او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په پیاوړتیا کې لا ډېره مرسته وکړي. هند ویلي دوی به وکولی شي ددې چورلکو په پېرلو سره خپل هوایي ځواک لا پیاوړی کړی.

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.