The news is by your side.

امریکا یو ځل بیا پاکستان کې د پوځي اډو جوړېدو ته ملا تړلې

0

د پاکستان “ډېلې ټایمز” ورځپاڼې د (په پاکستان کې د امریکايي اډو مسله) تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او کاږي چې تېره اونۍ، جو بایډن، د امریکا پخواني ولسمشر مرستیال په یوه بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې راتلونکی به هغه مهال ډېر بریالی وي چې امریکا په پاکستان کې بیاله سره اډې جوړې کړې، ځکه امریکا په پاکستان کې هم پخوا اډې لرلې دي.

مطلب کاږي چې که څه هم پاکستان په ښکاره دا اډې منلې نه دي، خو پاکستان طبعاً دا هیله لري چې له واشنګټن سره مستقیمه پوځي ښکېلتیا ولري او دا به د دواړو هېوادونو تر منځ د ارتباطاتو یو پرانیستې کرښه وي.

مطلب لیکي، که امریکا له افغانستانه وځي، او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه وړه ډله پوځیان پرېږدي، نو دا به د واشنګټن لپاره د اسلام آباد ګټورتوب نور هم په زبات ورسوي.

(Visited 48 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.