The news is by your side.

امنیت شورا: په زرمت کې ملکي مرګ ژوبله څېړو

0

ملي امنیت شورا وایي د ولسمشر محمد اشرف غني په هدایت د هغو عملیاتو په اړه، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې شوي او د وسله والو طالبانو په ګډون پکې زموږ یو شمېر ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، د جدي اقداماتو لارښوونه وکړه.
د دغې شورا د خبرپاڼې له مخې په دې لړ کې ملي امنیت عمومي ریاست موظف شو، چې له خپلو ټولو هغو پوځي چارواکو جدي تحقیقات وکړي، چې په دې عملیاتو کې یې ونډه لرله.
په ورته وخت کې لارښوونه وشوه، چې د تحقیقاتو په لړ کې ګرم پېژندل شوي کسان ژر تر ژره ونیول شي او د قانون په رڼا کې چلند ورسره وشي.
د اعلامیې له مخې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټول تمرکز پر دې دی، چې په جګړه کې ملکي کسان متضرر نه شي له همدې امله امنیتي ارګانونو (ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست) ته هدایت شوی، چې په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.