The news is by your side.

ایران: امریکا سره خبرې هیڅ امکان نه لري

0

ایران ویلي چې امریکا سره خبرې اترې هیڅ امکان نه لري او که چېرته امریکا مذاکرات غواړي نو باید په خپله رویه کې بدلون راولي. ایران په داسې حال کې خپل دریځ په دې ټکو بیانوي چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران وغواړي، دوی ورسره خبرو ته چمتو دي. ټرمپ ویلي وو، دی پوره باور لري چې ایران له امریکا سره خبرې غواړي او حتماً به له هوښیارۍ کار اخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند عباس موسوي ویلي، ایران اوسمهال له امریکا سره د خبرو احتمال نه ویني. عباس زیاته کړې، دوی یوازې د خولې په خبرو باور نه لري بلکې په رویه کې بدلون ته ارزښت ورکوي.

(Visited 24 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.