The news is by your side.

ایران کې د سپاه پاسدران ۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د ایران د بلوچستان ولایت په سیستان سیمه کې نېکشهر ولسوالۍ ته څېرمه د سپاه پاسداران اړوند مرکز باندې وسله وال برید کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې په دې برید کې یو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي. ایرانا د سیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول د قدس ځواک سرتېري دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبه هم د سیستان بلوچستان مرکز زاهدان کې دوو چاودنو کې درې سرتېري ټپیان شوي وو. که څه هم د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو د چارواکو په خبره دا برید ښایي قاچاق کوونکو کړی وي.

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys