The news is by your side.

بریتانیا خپلې کښتۍ د ځواکونو په ملتیا بدرګه کوي

0

بریتانیا وايي چې له دې وروسته به یې کښتۍ په هرموز تنګي کې د سمندري ځواکونو په وسیله بدرګه کېږي. بریتانیا اعلان وکړ چې خپلو سمندري ځواکونو ته یې دنده سپارلې ده چې د بریتانیا بیرغ لرونکې کښتۍ په هرموز تنګي کې بدرګه کړي. د بریتانیا د حکومت ویاند ویلی، پوځ به یوازې هغه کښتۍ بدرګه کړي چې له هرموز تنګي د تېرېدو مهالوېش له دفاع وزارت سره شریک کړي. بیان زیاتوي، د کښتیو د تګ راتګ ازادي د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصاد لپاره حیاتي مسئله ده او لندن به یې د خوندیتوب لپاره هر لازم اقدام وکړي. په همدې حال کې سکای نیوز شبکې راپور ورکړی چې د مونټروز په نوم بریتانوۍ کښتۍ د چهارشنبې د ورځې په ماښام د لومړي ځل لپاره د نوې پالېسۍ له مخې خپل ماموریت ترسره کړ او څو کښتۍ یې بدرګه کړې.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.