The news is by your side.

بلاول بوټو عمران خان ته: په زندانونو مو مه ویروه

0

بلاول بوټو عمران خان ته: په زندانونو مو مه ویروه موږ اقتصادي خودکشي نه کوو

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تېرې شپې وینا ته په غبرګون کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو وایي، عمران خان له ویرې د شپې ویناوې کوي او مخالف ګوندونه په دې نه شي ویرولی چې په زندانونو کې یې واچوي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې عمران خان په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، د پیپلز او مسلم لیګ ګوند د حکومتونو پر مهال پاکستان ۲۴ میلیارده ډالر پوروړی شوی دی. بلاول دغه راز ویلي، د عمران خان حکومت د قرض اخیستلو په ویره کې دی او نه پوهېږي چې څه ډول دا قرضونه تر لاسه کړي نو ځکه پاروونکي ویناوې کوي. د هغه په خبره، دا قرضونه تر لاسه کول اقتصادي خودکشي ده او دوی به یې هیڅکله اجازه ورنه کړي. نوموړي ویلي د زور او فشارونو وخت پای ته رسېدلی دی او هیڅوک دومره لیوني نه دي چې بې روزګارۍ او ګرانۍ ته رایه ورکړي.

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.