The news is by your side.

ترکیې او امریکا د ایس ۴۰۰ روسي مزایلو په اړه خبرې کړې دي

0

په دې وروستیو کې د یادو دفاعي مزایلو پر سر د امریکا او ترکیې اړیکې ترینګلې شوې دي. ترکیه غواړي دغه دفاعي سیستم له روسیې وپېرې خو امریکا یې مخالفت کوي او وايي چې که انقره له مسکو دغه مزایل پېري نو امریکا به پر دوی د خپلو الوتکو پلور ودروي. په تازه خبرو کې اردوغان او ټرمپ پرېکړه کړې چې د ایس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د اخیستلو مسئله به یوه ګډه کاري ډله څېړي او تر هغه وروسته به دواړه هېوادونه په دې اړه پرېکړه کوي. امریکايي چارواکي وایي چې د روسیې ایس ۴۰۰ په ترکیه کې د امریکا لپاره خطر جوړولی شي، نو ځکه یې مخالفت کوي.

(Visited 80 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.