The news is by your side.

ترکیې ته د امریکا تازه خبرداری

0

امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چې له روسیې دې د S-400 دفاعي سیسټم پر پېرلو له سره غور وکړي. واشنګن وایي، که چېرته ترکیه له روسیې دفاعي سیسټم وپېري د امریکا په مشرۍ به د F-35 ډوله الوتکو قرارداد له لاسه ورکړي. امریکا وایي ترکیه د مې میاشتې تر ۳۱مې وخت لري چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي. متحده ایالاتو دغه راز ویلي، که ترکیه له روسیې دا سیسټم واخلي نو دوی به هغه ترکي پیلوټان هم له خپل هېواده وشړي چې د F-35 ډوله الوتکو د روزنې لپاره ورغلي دي. اوس نو پرېکړه د ترکیې په لاس کې ده چې له روسیې S-400 سیستم پېري او که له امریکا F-35 ډوله پرمختللي جنګي الوتکې.

(Visited 44 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.