The news is by your side.

تېر کال په افغانستان کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي

0

په ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان وایي، په افغانستان کې روانې جګړې د نورو برخو ترڅنګ افغان ماشومان هم سخت زیانمن کړي او یوازې په ۲۰۱۸ م کال کې څه کم زر تنه ماشومان وژل شوي دي. دغه سازمان په جګړه کې د ماشومانو وژل د نه منلو وړ بللي او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې یونسف په نیویارک کې د ښوونځي له بکسو د جګړې د قرباني شوو ماشومانو سمبوليکه هدیره جوړه کړې وه. یونیسف وايي، د ښوونځي بکس د ماشومتوب نښه ده او ددغو بکسونو له کتارولو یې هدف د هغو ماشومانو ګڼ شمېر ته پام اړول وو چې د ۲۰۱۸ کال جګړو کې وژل شوي دي.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.