The news is by your side.

جرمني: د سولې برخه کې پوره همکارۍ ته ژمن یو

0

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دوی غوښتي چې د افغان سولې برخه کې همکاري وکړي. نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، هېواد یې تر دې وړاندې هم د سولې برخه کې مرسته کړې او له دې وروسته هم پوره همکارۍ ته چمتوی دی. پوتزل د سولې پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، باید د سولې پروسه کې د ښځو بشري حقونه، د بیان ازادي او په ټوله کې د افغانستان د وروستیو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي. دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پوتزل په قطر کې له طالب پلاوي سره لیدلي او د افغان سولې اړوند یې ورسره مهمې خبرې کړې دي.

(Visited 6 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.