The news is by your side.

جواد ظریف: امریکا د افغان سولې برخه کې غلط سیاست کوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، امریکا د افغان سولې په اړه غلط سیاست غوره کړی دی او په دې برخه کې یې روانو هڅو تر اوسه هیڅ پایله نه ده ورکړې. هغه په نیویارک کې د اسیا په اړه یو کنفرانس ته په وینا کې ویلي، امریکا نه شي کولی چې افغان حکومت له طالبانو سره له خبرو محروم کړي او په یوازې ځان له دې ډلې سره خبرې پر مخ یوسي. ظریف زیاته کړې، طالبان د افغانستان د قضیې یوه برخه ده او نور اړخونه باید په هیڅ صورت له دې خبرو د باندې پاتې نه شي او که امریکا بیا هم پر خپل سیاست ټینګار کوي نو دا کار یې غلط ته دی او ښې پایلې به ونه لري. ظریف دغه راز ویلي، دوی له طالبانو سره رسمي اړیکې لري خو دا په دې مانا نه ده چې له دې ډلې سره د افغان حکومت له ګډون پرته خبرې وکړې. نوموړي ویلي په هر هغه ناسته کې چې افغان حکومت حضور ونه لري دوی هم پکې ګډون نه کوي ځکه چې دا یو اصل دی او باید جدي ونیول شي.

(Visited 32 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.