The news is by your side.

جواد ظریف:منځني ختیځ کې کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د امریکا د غیر ضروري او مضرو کړنو له امله په منځني ختیځ کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېږي. جواد ظریف پر چین، روسیې او نورو شریکانو غږ کړی دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو ځواکونو سره د شوې موافقې کلک ملاتړ وکړي. جواد ظریف دا خبرې په پیکینګ کې کړې دي. نوموړي هلته د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره کتلي دي او په منځني ختیځ کې یې ورسره د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي. ایران وړاندې تر دې هم د امریکا له ورته اقداماتو سر ټکولی وو او ویلي وو چې یاد هېواد هڅه کوي په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات کړي او دوی به ورته ددې کار اجازه ورنه کړي. امریکا یوه بیړي چې جنګي الوتکې لېږدولی شي ایران ته نږدي ځای پر ځای کړې ده.

(Visited 4 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.