The news is by your side.

حسن روحاني:د ایران اوسني شرایط له عراق سره تر جګړې هم سخت دي

0

ایران د عراق تر جګړې له سختو شرایطو سره مخ دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني پخپلو تازه څرګندونو کې له ټولو ایراني سیاستوالو غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې سره متحد شي. دده په وینا ایران دمګړی د عراق تر جګړې له سختو شرایطو سره مخ دی او د ټولو یووالي ته شدیده اړتیا ده. دده په خبره له عراق سره د ایران جګړه دومره نه وه سخته لکه اوسني شرایط چې پر ایران راغلي دي. هغه زیاته کړې، سره له دې چې شرایط سخت دي خو ایران تسلیمېږي نه او نه هم ناهیلي کېږي. دده په باور ایرانی پوځ کولی شي له خپل ځان دفاع وکړي او هېچا ته به پر ایران د برید اجازه ور نه کړي.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.