The news is by your side.

حسن روحاني:په لوړه کچه به د یورانیمو غني کول پیل کړو

0

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې که د نړۍ ځواکمن هېوادونه د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د دوی ملاتړ ونه کړي په لوړه کچه د یورانیمو غني کول به بیرته له سره پیل کړي. هغه دا خبرې د یوې ټلویزیوني وینا پر مهال کړې دي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکا د تیر کال په همدې ورځ د ایران او ځواکمنو هېوادونو له اټومي تړونه ووته. روحاني ویلي که فرانسه، روسیه، چین، بریټانیا او جرمني د دوی ملاتړ ونه کړي او د ایران د بانکي سکټور او تیلو د ملاتړ لپاره لاس په کار نه شي نو تر راتلونکو شپیتو ورځو پورې به له سره په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په ایران باندې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسي سخت بندیزونه لګولي دي. د ایران پر وړاندې د امریکا وروستی اقدام تور لیست کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو شاملول وو.

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.