The news is by your side.

حکمتیار: د بهرنیانو پر ځای له افغان حکومت سره پر کړې سولې ویاړم

0

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې بغلان کې يې یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، دا چې د بهرنیانو پر ځای مې له افغان حکومت سره سوله وکړه، په خپل دغه کار افتخار کوم.

د هغه په خبره، طالبان لا هم د حزب اسلامي پر جنګیالیو د بریدونو هڅه کوي.

حکمتیار ټینګار کړی دی چې له ټاکنو پرته بله لار شتون نه لري او باید د خلکو په خوښه حکومت جوړ شي.

هغه د سولې پروسې ته په اشارې ویلي، افغانستان به ډېر ژر د یوې تل پاتې سولې شاهد وي.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.