The news is by your side.

خالد: افغان سرتېري په یوازې ځان له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي

0

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي: که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي هم، افغان سرتېري به یې تشه ډکه او له خپلې خاورې به په مېړانه دفاع  وکړي.

خالد ټینګار کړی چې افغان سرتېري له پیاوړې روحیې برخمن دي او که بهرنیان ووځي هم، د دوی عملیات به روان وي او افغان سرتېري په یوازې ځان له افغانستانه دفاع ته چمتو دي.

بلخوا، کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندانۍ وايي، افغانان بايد په خپلو ځواکونو ووياړي او د هغوی له هڅو او قربانيو پرته افغانستان کې سياسي حل لار نا ممکنه يادوي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، طالبانو پر وړاندې يې عملياتو کې کوم بدلون نه دی راغلی او افغان امنيتي ځواکونو سره ښه همغږي لري.

خبريالانو سره په خبرو کې کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان جنرال سکاټ مېلر وویل، د طالبانو پر وړاندې يې عملياتو کې کوم بدلون نه دی راغلی او دوی له افغان امنیتي بنسټونو سره ښه همغږي او همکاري لري.

یو شمیر رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا د طالبانو ضد خپل عملیات درولي دي، خو امریکایي چارواکو بیا دغه راپورونه رد کړل.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.